چارواکي وايي د ممکنه پوځي عملياتو له امله له تيرا ۶۰ سلنه خلک وتلي دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خيبر په تيرا کې د ممکنه پوځي عملياتو له امله د سيمې د خلکو د کډوالېدو لړۍ روانه ده ا د ضلعي انتظاميې په وينا، تر اوسه له تيرا ميدانه ۶۰ سلنه خلک وتلي دي. په خيبر کې له کډوالو سره د مالي مرستو لپاره درې مرکزونه جوړ شوي دي، خو کډوال د انتظاماتو د کموالي ګيله کوي. د مشال راډيو خبريال په خيبر کې کډوالو ته د معاوضو ورکولو يو مرکز ته ورغلی او دا ويډيو يې جوړه کړې ده.