د خيبر پښتونخوا د لکي مروت په نصرخېل سيمه کې وسلوالو يو پوليس وژلی دی.
د لکي مروت د پولیسو وياند قدرت الله د جنورۍ پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د پولیسو یو سپاهي دستګیر خان تېره شپه په خپل کور کې وژلی دی. نوموړی وايي، وژل شوی ځوان تازه د پولیسو له روزنیز مرکز نه کور ته ستون شوی وو.
قدرت الله وویل چې د وژل شوي پولیس سرتېري د جنازې لمونځ د جنورۍ پر څلورمه د لکي مروتو د پولیسو په مرکز کې وشو.
تر اوسه چا د پېښې مسوولیت قبول کړی نه دی خو د لکي مروت د پولیسو وياند قدرت الله وايي، په سیمه کې دا مهال د وسلوالو خلاف عملیات روان دي.
تر دې وړاندې د شمالي وزیرستان چارواکو ویلي وو چې د فېبرورۍ په درېیمه د هغې ضلعې د میرلي تحصيل په خدي کلي کې د پولیسو یو سرتېری په هدفي برید کې وژل شوی وو.
په میرامشا کې د پولیسو د کنټرول خونې مشال راډيو ته په استولي بیان کې ویلي وو چې وسلوالو د پولیسو یو سرتېری جهانزېب خان په ډزو وويشت او پر همهغه ځای يې وواژه.
د هغه برید ذمه واري هم چا نه وه قبوله کړې.
د خيبر پښتونخوا اوسېدونکو هلته د ناامنيو پر ضد وخت په وخت مظاهرې هم کړې دي.
په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د لکي مروتو په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.
حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.