د لیبیا وزیراعظم وايي، د پوځ مشر او څلور نور لوړوپوړي چارواکي په ترکیه کې د الوتکې پرېوتو په پېښه کې وژل شوي دي.
د ليبيا د ملي يووالي حکومت وزيراعظم عبدالحميد دبیبه د جنرال محمد علي احمد الحداد مړینه "لویه ضایع بللې" او درې ورځنی ملي ویر یې اعلان کړی دی.
رویټرز او د فرانسې خبري اژانسونه د ترکیو چارواکو له خولې وايي، هغوی په یوه فالکن ۵۰ ډوله الوتکه کې سپاره ول چې د ډېسېمبر پر ۲۳مه ماخوستن مهال له پلازمېنې انقرې سره نېږدې د پېښې ښکار شوه.
هغوی وايي، په الوتکه کې د لیبیايي چارواکو ترڅنګ د عملې درې غړي هم سپاره ول چې وژل شوي دي.
د ترکي پوځ سرتېري او مرستندویه کارکوونکي په هیمنه ولسوالۍ کې د پېښې له ځای سره نېږدې ولاړ دي - د ډېسېمبر ۲۴مې انځور.
چارواکي وايي، الوتکه د لیبیا مرکز طرابلس ته روانه وه چې تر پرواز شاوخوا ۴۰ دقیقې وروسته یې د هوايي ټرافیک له مرکز سره رابطه پرې شوه.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایا ویلي، الوتکې د تخنیکي ستونزې له وجې د بیړنۍ ناستې غوښتنه کړې وه، خو لږ ساعت وروسته له راډاره ورکه شوه.
ترکي چارواکي وايي، د الوتکې ټوټې یې د انقرې په سوېل لویدیځ کې د هیمنه ولسوالۍ په یوه غرنۍ سیمه کې موندلې دي.
اژانسونه وايي، ترکي او لیبیايي چارواکي د پېښې ګډې پلټنې کوي او د لامل معلومولو لپاره یې ټول تخنیکي شواهد څېړي.