حکومت وايي تېرو ۷ کلونو کې په اېچ ای وي او اېډز د اخته کسانو شمېر ۲۰۰ فیصده زیات شوی دی

د هند په کلکته کې فعالان د اېچ ای وي او اېډز نړیوالې ورځې په مناسبت د اګهۍ کیمپېن پر مهال - انځور له ارشیفه.

په خیبر پښتونخوا کې د اېچ ای وي او اېډز ناروغۍ د مخنيوي اداره وايي، په تېرو اووه کلونو کې په هغه صوبه کې په وایرس او ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۰۰ فیصده زیات شوی دی.

هغې ادارې د نومبر مياشتې په راپور کې ويلې چې د تېرو اووه کلونو شمېر ښيي چې په اېچ ای وي او اېډز اخته تر ۹،۰۰۰ زیاتو کسانو ځانونه د صوبې په مختلفو مرکزونو کې ثبت کړي دي.

خو د حیات اباد ميډيکل کمپلېکس د اېچ ای وي د مخنيوي مرکز يو افسر ډاکټر طارق حيات د نومبر پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې په اېچ ای وي او اېډز د اخته نارجسټرو کسانو شمېر شاوخوا ۳۵،۰۰۰ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) هر کال د ډېسېمبر لومړۍ نېټه د وایرس د مخنیوي هڅو او د اېډز په اړه د اګهۍ زیاتولو ځانګړې کوي.

هیومن ایمیونو ډېفېشنسي وایرس (اېچ ای وي) یا د انسان د وجود د مدافعتي نظام د کمزورۍ وایرس د وینې او نورو داخلي رطوبتونو له لارې بدن ته ننوځي او که پر وخت یې علاج و نه شي نو اکوایرډ ایمیونو ډېفشنسي سېنډروم یا اېډز ناروغي ورڅخه جوړېږي چې بیا یې علاج شونی نه دی.

حیات وايي، اېچ ای وي د وینې د غیر محفوظ انتقال، ناخوندي جنسي اړیکو، په سینګارتونونو او نایخانو کې د تېرو اوزارو لکه پاکي (بلېډ)بیا بیا استعمال، په نامستندو ډاکترانو د غاښونو د ستونزو علاج کولو، د جراحۍ د سامانونو تکراري استعمال او په نشه يي موادو په روږدو کسانو کې د یوې ستنې (پیچکارۍ) بیا بیا کارونې له لارې له یو کسه بل ته خپرېدای شي.

ډبلیو اېچ او وايي، په ۱۹۸۰ز لسیزه کې د اېچ ای وي د وبا له پیل راهیسې اېډز څه باندې ۴۰ مېلیونه کسان وژلي دي، خو اوسمهال له ناروغۍ د مړینو او په اېچ ای وي د اخته کېدونکو شمېر خورا کم شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په تېرو لسیزو کې به چې وجود ته اېچ ای وي داخل شو نو بیا به یې درملنه نه شوه کېدای، خو اوس داسې وایرس ضد دواګانې موجودې دي چې په وجود کې د جراثیمو د تعداد زیاتېدو او د هغوی د فعالیتونو مخه نیسي.

روغتیاپالان وايي، که پر وخت په وجود کې د اېچ ای وي د جراثیمو مخه و نه نیولای شي نو هرومرو د اېډز سبب کېږي چې مرګونې ناروغي ده.

په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د اېچ ای وي او اېډز د مخنیوي ادارې یو کارکوونکي شبیر خان د نومبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، په ټولنه کې له دې روغتیايي مسلې سره د تړلي شرم او پوهاوي نه شتون له وجې زیاتره کسان خپله ناروغي پټه ساتي او یا یې سمه درملنه نه کوي.

دی وايي، په صوبه کې د وایرس د تشخیص او د اېډز د درملنې ۱۳ مرکزونه دي چې ټولې معاینې او دواګانې وړیا ورکوي.