د کرکټ د ۲۰ اووره جام په لوبو کې نیو زیلینډ جنوبي افریقا او هند انګلینډ ته په ماتې ورکولو پای لوبې ته رسېدلي دي.
د دواړو لوبډلو ترمینځ به دا لوبه د مارچ پر اتمه د هند د احمد اباد په نرېندرا مودي کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. لوبه د پېښور په وخت د ماښام په شپږ نیمو او د کابل په وخت د ماښام پر شپږو بجو پیلېږي.
تر دې وړاندې د مارچ پر پینځمه د هند او انګلستان (انګلینډ) د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اووره نړیوال جام په دویمه نیمه پایلوبه کې یو بل ته مخامخ شول. په هغه لوبه کې هند لومړی بیټنګ وکړ او د ۲۵۴ منډو هدف یې وټاکه خو په ځواب کې انګلستان په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۶ منډې وکړې.
تر هغې یوه ورځ مخکې نیو زیلینډ په لومړۍ نیمه پایلوبه کې جنوبي افریقا ته په نهو وېکټو په ماتې ورکولو پایلوبې ته لاره ومونده.
د کرکټ ۲۰ اووره نړیوال جام سیالۍ د فبرورۍ پر اوومه د هند او سري لنکا په کوربه توب پیل شوې وې چې پکې د افغانستان او پاکستان په ګډون ۲۰ لوبډلو برخه واخیسته.
له هغو څخه یې د پاکستان په ګډون اته غوره لوبډلې دویم پړاو ته ووتې او د اسټرالیا او افغانستان په څېر لوبډلې ورڅخه پاتې شوې.
د غوره اته لوبډلو په پړاو کې پاکستان، زېمبابوې، وېسټ انډیز او سري لنکا د سیاليو بایللو او کمو نومرو (پواینټونو) اخیستو له وجې له نیمه پایلوبو پاتې شوې.