د خیبر یو پولیس چارواکي، د موضوع د حساسيت امله د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته ویلي دي چې د فبرورۍ پر درېیمه يې د هغې ضلعې د باړې په شینکو سیمه کې د څلورو کسانو مړي موندلي دي.
چارواکي زیاته کړې ده چې دا کسان په ډزو ویشتل شوي او د پوسټ مارټم لپاره یې روغتون ته وړي دي. پولیس چارواکي دا هم وويل چې د وژل شویو کسانو شناخت روان دی او د پېښې پلټنې کوي.
په پاکستان کې وړاندې هم د وژل شويو کسانو مړي موندل شوي دي.
د جنورۍ پر پینځمه هم د بلوچستان په پښتون مېشته موساخېل ضلع کې د داسې څلورو کسانو مړي موندل شوي ول چې په ډزو وژل شوي ول.
دا ډول د ۲۰۲۵ز کال د ډېسېمبر پر نهمه هم د باجوړ په سالارزیو کې د دوو ولسي وګړو مړي موندل شوي وو.
پولیسو ویلي ول چې هغوی د غره پر سر پوځي پوستې ته اوبه لېږدولې چې ورک شول او بیا یې په مرمیو ویشتلي جسدونه وموندل شول.