خیبر کې د بېنظیر انکم سپورټ په دفتر کې بمي چاودنه شوې ده

پولیس وايي، چاودنه د خیبر په لواړګي کې شوې ده.

د خیبر ضلعې په یوې دولتي ودانۍ کې بمي چاودنه شوې ده چې پکې ځاني زیان نه دی اوښتی.

د لواړګي (لنډي کوتل) د پولیسو تاڼېدار زاهد خان اپرېدي مشال راډیو ته وویل، چاودنه د فبرورۍ پر ۱۱مه شپې شاوخوا ۱۰ بجې د خوږه خېلو د بېنظیر انکم سپورټ پروګرام په نوم د مالي مرستو ورکولو په دفتر کې وشوه چې پکې وداني زیانمنه شوې ده.

د نوموړي په وینا، دفتر په یوه شخصي ودانۍ کې وو او حکومت د پروګرام له لارې له ځايي بېوزله ښځو سره مالي مرستې کولې.

د بمي چاودنې مسوولیت لا چا نه دی منلی خو پولیس وايي چې پلټنې یې پیل کړې دي.

له څلورو کلونو راهیسې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو تښتونې زیاتې شوې دي.

په همدې حال کې پولیس او پوځ هم وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړي دي او وخت په وخت پکې ورته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي.