د پاکستان د چاپېریال او اقلیمي بدلون چارو وزیره وايي، د بیپرجوای په نوم د سمندري طوفان ورو شوی دی او ښايي د جون ۱۵مې شپې ناوخته د سیند صوبې کېټي بندر ته ورسي.
شېري رحمان د جون پر ۱۵مه پر خپله رسمي ټوېټرپاڼه په بیان کې ویلي دي چې طوفان شمال ختیځ لوري ته روان دی.
#BiparjoyAlert 4 pm. Distance to Keti Bandar 130 KM; still veering north east. Expected landfall: late night or after midnight. pic.twitter.com/CDmG9TELwp
— SenatorSherryRehman (@sherryrehman) June 15, 2023
شېري رحمان تر دې مخکې ویلي ول چې بیپرجوای طوفان ښايي د پنجشنبې (زیارت) تر ماښامه د سیند صوبې سواحلو ته ورسي.
نوموړې زیاته کړې وه چې د طوفان رفتار ورو شوی دی خو په مرکز کې یې دننه د تېزو بادونو او بخاراتو شدت برقرار دی.
په همدې حال کې د پاکستان د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) د جون پر ۱۵مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې طوفان "په شدت پرمختګ" کوي او کب نیوونکي، کښتۍ چلوونکي او نور خلک دې له ساحله لیرې اوسي.
د پاکستان د موسمیاتو ادارې په وینا، بیپرجوای ښايي په سیند او د هند په ګجرات کې د تېزۍ سیلۍ باعث شي. د ادارې په خبره، په هغو سیمو کې ښايي طوفان له ۱۰۰ څخه تر ۱۴۰ کېلومیټره في ساعت یا ګېنټې رفتار ولري.
اېن ډي اېم اې ویلي، د طوفان له کبله د کراچۍ په کېماړۍ، جنوبي کراچۍ او کورنګۍ او داراز، د سیند په ټټې، سجاول او بدین کې تر تېزۍ سیلۍ او بارانونو وروسته سېلابونه هم راتللای شي.
د کراچۍ کېماړۍ پښتون مېشته سیمه ده او په جنوبي کراچۍ کې هم ګڼ پښتانه اوسي.
دا هم وګورئ: چارواکي: سمندري طوفان د کراچۍ ساحل ته نېږدې شوی دید اېن ډي اېم اې په خبره، د سمندري طوفان له کبله په جنوبي کراچۍ، کېماړۍ، کورنګۍ، ملیر او له مرکزي کراچۍ واخله تر حیدراباد او میرپور خاص ډېوېژنونو پورې په سیمو کې د تېزې سیلۍ او باران امکان دی.
ادارې د طوفان او باران له کبله په ساحلي سیمو کې د مواصلاتو نظام او سړکونو ته د زیان رسېدو او د برېښنا قطع کېدو خبرداری ورکړی دی.
بلخوا د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د سيند صوبې مشر سردار سرفراز ويلي چې د جون له ۱۳مې راهيسې په کراچۍ او ځينو نورو سيمو کې له تېز باد سره په شېبو شېبو باران پيل شوی چې د جون تر ۱۷مې يا ۱۸مې پورې به روان وي.
په همدې حال کې د سیند صوبايي حکومت له بېلابېلو سیمو څخه د شاوخوا ۸۰،۰۰۰ کسانو خوندي ځایونو ته د لېږدولو بهیر ته دوام ورکړی دی.
د اب و هوا بدلون او چاپېریال چارو وزیرې شېري رحمان د پاکستان د اردو ژبې جیو نیوز ټېلېوېژن ته ویلي دي چې څه باندې ۷۲،۰۰۰ تنه یې خوندي ځایونو ته لېږدولي دي.
شېري رحمان وویل چې د تېزو بادونو او خراب موسم له کبله د کراچۍ له هوايي ډګره یوشمېر پروازونه لغوه شوي دي خو زیاته یې کړه چې هوايي ډګر فعال دی.
اخوا د پاکستان دولتي راډیو د جون پر ۱۴مه په یو رپورټ کې ویلي دي چې ملګرو ملتونو باور ورکړی دی چې د طوفان پر مهال یې مرستې ته تیار دی.
د هوا پېژندنې اداره وايي، طوفان په سمندر کې د تودوخې زیاتېدو له امله پیدا کېدای شي. په عرب سمندرګي (بحیره عرب) کې د بيپرجوای په نوم دا طوفان د جون پر شپږمه پیل شوی چې هغه مهال له کراچۍ څخه ۱،۴۰۰ کېلومیتره لېرې وو.
د سمندر هر طوفان ته د هوا پېژندنې څانګه یو نوم ورکوي. د اوسني طوفان نوم "بیپرجوای" دی چې په بنګالۍ ژبه د "ناورین" معنا لري.