د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي: سمندري طوفان د کراچۍ ساحل ته نېږدې شوی دی


د کراچۍ پر ساحل یو کس د سمندرګي د څپو ویډیو جوړوي - د جون ۱۳مې انځور.
د کراچۍ پر ساحل یو کس د سمندرګي د څپو ویډیو جوړوي - د جون ۱۳مې انځور.

پاکستاني چارواکي وايي، د بيپرجوای په نوم سمندري طوفان کراچۍ ته شاوخوا ۳۵۰ کېلوميټره او ټټې سیمې ته ۳۶۰ کېلوميټره نېږدې شوی دی.

د پاکستان د طبیعي ناورینونو د نظم ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) د جون پر ۱۴مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د جون پر ۱۵مه طوفان د سيند صوبې کېټي بندر او د هند ګجرات ته رسېږي.

اېن ډي اېم اې ویلي، د طوفان له کبله د کراچۍ په کېماړۍ، جنوبي کراچۍ او کورنګۍ او داراز، د سیند په ټټې، سجاول او بدین کې سېلابونه هم راتللای شي.

د کراچۍ کېماړۍ پښتون مېشته سیمه ده او په جنوبي کراچۍ کې هم ګڼ پښتانه اوسي.

د اېن ډي اېم اې په خبره، د سمندري طوفان له کبله په جنوبي کراچۍ، کېماړۍ، کورنګۍ، ملیر او له مرکزي کراچۍ واخله تر حیدراباد او میرپور خاص ډېوېژنونو پورې په سیمو کې د تېزې سیلۍ او باران امکان دی.

ادارې د طوفان او باران له کبله په ساحلي سیمو کې د مواصلاتو نظام او سړکونو ته د زیان رسېدو او د برېښنا قطع کېدو خبرداری ورکړی دی.

بلخوا د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د سيند صوبې مشر سردار سرفراز ويلي چې د جون له ۱۳مې راهيسې په کراچۍ او ځينو نورو سيمو کې له تېز باد سره په شېبو شېبو باران پيل شوی چې د جون تر ۱۷مې يا ۱۸مې پورې به روان وي.

د سيند صوبې اعلا وزير مراد علي شاه د جون ۱۳مې پر ماښام په يو بيان کې ويلي چې له سمندري طوفانه تر ټولو زيات خطر د سيند سجاول، بدين او ټټه ضلعو ته ورپېښ دی.

نوموړي زياته کړې چې له هغو سيمو يې د شاوخوا ۸۰،۰۰۰ کسانو د ايستلو کار روان کړی.

د سیند د اطلاعاتو وزیر شرجیل انعام مېمن د جون ۱۴مې پر مازیګر پر خپل رسمي ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې حکومت څه باندې ۶۷،۰۰۰ کسان له ساحلي سیمو څخه خوندي ځایونو ته انتقال کړي دي.

د پاکستان دولتي راډیو د جون پر ۱۴مه په یو رپورټ کې ویلي دي چې ملګرو ملتونو باور ورکړی دی چې د طوفان پر مهال یې مرستې ته تیار دی.

د اېن ډي اېم ای چارواکي وایي، د بلوچستان په اورماړه،ګډاني او د سيند په سجاول، بدين، کېټي بندر او د کراچۍ په ابراهيم حيدري سيمو کې اوبه د خلکو کورونو ته داخلې شوي او په سړکونو وراوښتې دي.

د هوا پېژندنې څانګه وایي، طوفان په سمندر کې د تودوخې زیاتېدو له امله پیدا کېدای شي. په عرب سمندرګي (بحیره عرب) کې د بيپرجوای په نوم دا طوفان د جون پر شپږمه پیل شوی چې هغه مهال له کراچۍ څخه ۱،۴۰۰ کېلومیتره لېرې وو.

د سمندر هر طوفان ته د هوا پېژندنې څانګه یو نوم ورکوي. د اوسني طوفان نوم "بیپرجوای" دی چې په بنګالۍ ژبه د "ناورین" معنا لري.

XS
SM
MD
LG