بنګلادېش په لومړۍ يو ورځنۍ سيالي کې پاکستان ته په ۸ وېکټو ماتې ورکړه

د مارچ پر ۱۱مه بنګلادېشي لوبغاړي د پاکستاني توپوهونکي تر سوځېدو وروسته خوشحالي کوي.

د بنګلادېش کرکټ لوبډلې پاکستان ته د درو ۵۰ اووره يا یو ورځنیو سياليو په لومړۍ هغه کې په اتو وېکټو ماتې ورکړه.

د مارچ پر ۱۱مه د بنګلادېش د پلازمېنې ډاکا په لوبغالي کې پاکستان لومړی توپوهنه وکړه او په ۳۱م اوور کې يې ټول لوبغاړي په ۱۱۴ منډو وسوځېدل.

د پاکستان له اړخه فهيم اشرف تر ټولو زياتې ۳۷ منډې او ورپسې صاحبزاده فرحان ۲۷ منډې وکړې.

د بنګلادېش ناهيد رانا د پاکستان پينځه او مهدي حسن معراج درې لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې بنګلادېش د دوو لوبغاړو په زيان په ۱۶م اوور کې ټاکل شوی هدف پوره کړ او په اتو وېکټو يې لوبه وګټله.

د بنګلادېش له اړخه تنزيد حسن تر ټولو زياتې ۶۷ منډې او ورپسې نجم الحسن شانتو ۲۷ منډې وکړې.

ټاکل شوې ده چې د روانې لوبلړۍ پاتې دوه سيالۍ د مارچ پر ۱۳مه او ۱۵مه د ميرپور په لوبغالي کې وشي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان لوبډله نه یوازې د مارچ پر اتمه د پای ته رسېدلي ۲۰ اووره نړیوال جام په لړ کې ښه نه وه ځلېدلې بلکې کرکټ بورډ د همدې کمزورې کارکردګۍ له کبله پر لوبغاړو جرمانې هم لګولې وې.

بل پلو د بنګلادېش لوبډله له هند سره د جنجال پر اساس له دې نړیوال جام څخه اېستل شوې وه.