د افغانستان او وېسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې په درېیمه او وروستۍ ۲۰ اووره سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي.
د تېرو تر څنګ د جنورۍ ۲۲مې سیالۍ هم د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په لوبغالي کې د کابل پر وخت د ماخوستن پر اووه او د پېښور پر اووه نیمو بجو پیل شي.
تر دې یوه ورځ مخکې افغان لوبډلې په دویمه سیالۍ کې وېسټ انډیز ته په ۳۹ منډو په ماتې ورکولو لوبلړۍ وګټله.
د جنورۍ پر ۲۱مه د سیالۍ پچه وېسټ انډیز وګټله خو لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړه.
افغانستان په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د څلورو لوبغاړو په زیان ۱۸۹ منډې وکړې. دروېش رسولي ۶۸، صدیق الله اتل ۵۳ او عظمت الله عمرزي ۲۶ منډې وکړې. د وېسټ انډیز میتیو فورډ دوه او شمار جوزف او رامون سېمونډز یوه، یوه وېکټه واخیسته.
په ځواب کې ټوله وېسټ انډیزۍ لوبډله په ۱۹م اوور کې په ۱۵۰ منډو وسوځېده. برینډن کېنګ ۵۰ او شېمرون هېټمایر ۴۶ منډې وکړې. د افغانستان مجیب الرحمان څلور او عمرزي او فضل حق فاروقي دوه، دوه وېکټې واخیستې.
تر دې مخکې افغانستان د جنورۍ پر ۱۹مه په لومړۍ سیالۍ کې وېسټ انډیز ته په ۳۸ منډو ماته ورکړې وه.
د افغانستان او وېسټ انډیز په ګډون د بېلابېلو هېوادونو لوبډلې له راتلونکې میاشت څخه د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام پیلېدونکو سیالیو لپاره تیاری نیسي.
ټاکل شوې چې د نړیوال جام سیالۍ د فبرورۍ پر اوومه پیل شي چې پکې لومړۍ لوبه د پاکستان او نېدرلینډز (هالینډ) ترمینځ ده.
تر دې وروسته د فبرورۍ پر دویمه افغانستان په خپله لومړۍ سیالۍ کې له نیو زیلینډ سره مخامخېږي.
هند او سري لنکا د نړیوال جام کوربانه دي او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مارچ پر اتمه وشي.