اتمر: د ښو او بدو وسله والو توپیر باید هرو مرو ختم شي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

کابل - د افغانستان ملي امنيت سلاکار محمد حنیف اتمر وايي، د افغان سولې بهير کې تر اوسه د پاکستان او طالبانو ښه نيت نه دی ليدل شوی.

په کابل کې د مشال راډيو له خبریال بشیر ګواښ سره په یوه ځانګړې مرکه کې حنيف اتمر ومنله چې پاکستان ورته پیغامونه لېږلي چې د سولې عمل بيا پيلوي. اتمر زياته کړه هغه وسله وال چې پر پېښور ارمي پبلیک ښوونځي (سکول) يې بريد کړی وو او داسې نور کسان چې پاکستان ته مطلوب ول، افغانستان ونيول خو پاکستان تر اوسه د افغان ماشومانو وژونکي دوی ته نه دي سپارلي.

د یوې پوښتنې په جواب کې چې د رپورټونو ترمخه روسیه او ایران په افغانستان کې د داعش خلاف د طالبانو سره خبرې کوي، اتمر وویل که بل هر هېواد د افغان حکومت پرځای له وسله والو ډلو سره خبرې کوي په افغان ولس به یې لازمي د دې بد اثرات غورځېږي.

په دې مرکه کې ګڼې نورې پوښتنې هم شوې چې افغانستان ته ورکړل شوي روسي کلاشنکوفونه په ریښتيا هم په تور بازار کې پلورل شوي؟

له حزب اسلامي سره د سولې خبرې به کاميابې شي؟ شرطونه څه دي؟

د داعش راتلونکې څنګه ویني؟ ايا د ملي وحدت حکومت به لويه جرګه راوغواړي؟

دا او نور په لاندې لېنک کې اوریدلی شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ترهه ګرۍ د ختمولو لپاره د ښو او بدو وسله والو ترمنځ فرق ختمول پکار دي