کونډی: افغانستان کې به د وسلوالو ضد "عملیات" ستونزه هواره کړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خیبر پښتونخوا ګورنر (والي) فیصل کریم کونډی وايي، اسلام اباد هڅې وکړې چې په پاکستان کې د وسلوالو حملو مخنیوي لپاره د طالبانو له حکومت سره په خبرو نتیجې ته ورسېږي خو دا کار و نه شو. نوموړي د مارچ پر ۱۹مه له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې دعوه وکړه چې "هند او اسراییل" د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد استعمالوي. نوموړي البته د خپلې دعوې د ثابتولو لپاره نور معلومات یا شواهد وړاندې نه کړل خو و یې ویل چې اسلام اباد مجبور شو چې په افغانستان کې د وسلوالو ډلو پرضد کارروايي وکړي. د پاکستان پوځ او حکومت تر دې مخکې هم تور پورې کړی چې وسلوالې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري او طالبانو د حکومت او هند له ملاتړه برخمنې دي. خو دا لومړی ځل دی چې یو لوړپوړی پاکستانی چارواکی د اسراییلو نوم اخلي. د طالبانو حکومت په بیا بیا ویلي چې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي او هېڅ وسلوالې ډلې ته یې پټنځایونه نه دي ورکړي. هند هم داراز په وار، وار په پاکستان کې په بریدونو کې د ککړتیا تور رد کړی او اسلام اباد یې د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړی دی. فیصل کریم کونډي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د وسلوالو ډلو پرضد د "استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات" به ستونزه "تر ډېره بریده" هواره کړي. له نوموړي سره بشپړه ویډيويي مرکه وګورئ.