پاکستان کې ګرانۍ د اختر بازارونه کمرنګه کړي دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پاکستان کې ګڼ خلک وايي چې د ګرانۍ له امله پرېشانه دي او د راتلونکې وړوکي اختر لپاره خپلې اړتياوې نه شې پوره کولای. اخوا دوکانداران او سوداګر هم وايي چې د نورو کلنو پرتله سږ کال يې په روژه کې د پلور بازار کمرنګه دی. د مشال راډيو خبريال وسيم سجاد د پېښور نوموتې صدر بازار ته ورغلی او دا ويډيويي راپور يې جوړ کړی دی.