طالبان وايي په کابل کې پر روغتون د پاکستاني پوځ په برید کې ۴۰۸ کسان وژل شوي، ۲۶۵ ژوبل دي

په کابل کې په نشو د روږدو کسانو د درملنې روغتون تر هوايي بريد وروسته ويجاړ شوی دی ـ د مارچ ۱۷مې انځور

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې په نشو د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون د پاکستاني پوځ په برید کې سلګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د مارچ پر ۱۷مه په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د مارچ پر ۱۶مه د شپې شاوخوا نهه بجې پر کابل د پاکستاني پوځ د جنګي الوتکو په بمبار کې په نشو د روږدو کسانو روغتون په نخښه شوی چې د هغه په وينا ۴۰۸ کسان پکې وژل شوی او ۲۶۵ نور ژوبل شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې د "اميد" په نوم په هغه روغتون کې د بېلا بېبو ولايتونو او کابل شاوخوا ۳،۰۰۰ کسان تر درملنې لاندې ول.

په عين حال کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد نبي عمري ویلي دي چې په تلفاتو کې د زیاتوالي اندېښنې شته ځکه د هغه په خبره، لا هم تر ویجاړیو لاندې د بندو پاتې جسدونو د راایستلو چاره روانه ده.

خو د پاکستان د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ بيا د مارچ پر ۱۷مه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې دعوه کړې ده چې پوځ په کابل او ننګرهار ولایتونو کې "پوځي تاسيسات او د ترهګرۍ هغه مرکزونه په نخښه کړي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر ملاتړ لاندې کار کوي."

مشال راډيو په خپلواکه توګه د ولسي مرګژوبلې د کره شمېر او د پاکستان حکومت د ادعا پخلی نه شي کولای.

په عين حال کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په اېکس پاڼه کې په خپاره کړي بيان کې د پاکستان برید "د ټولو منل شویو اصولو خلاف بشرضد عمل" بللی دی.

نوموړي دعوه کړې ده چې "د پاکستان پوځي رژیم روغتونونه او ملکي ځایونه په نخښه کوي او وحشت رامينځته کوي."

د کابل پر روغتون د راپور شوي دغه هوايي برید په اړه د غبرګون په ترڅ کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وویل چې دا پېښه باید ژر، خپلواکه او په شفاف ډول وڅېړل شي، او زیاته یې کړه چې "مسول کسان باید د نړیوالو معیارونو سره سم حساب ورکولو ته اړ شي."

د مارچ پر ۱۷مه د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې ویل شوي: "عیني شاهدانو د روغتون په ساحه کې د بشپړ ویجاړۍ صحنه بیان کړه او لیدل کېدل چې سلګونه کسان د خپلو خپلوانو د لټون لپاره ګرځېدل."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر د معلوماتو له مخې، د تېرې میاشتې له پای راهیسې چې د پاکستان او افغانستان ترمينځ شخړې زیاتې شوې دي، لږ تر لږه ۲۸۹ افغان ملکي وګړي، چې په کې ۱۰۴ ماشومان او ۵۹ ښځې شامل دي، وژل شوي یا ژوبل شوي دي، او د جګړو له امله لسګونه زره کسان بې ځایه شوي دي.

د افغانستان او پاکستان تر مينځ روانې نښتې د فبرورۍ پر ۲۱مه له هغه وروسته پیل شوې چې د پاکستان پوځ په ننګرهار او پکتیکا کې پر یو شمېر سیمو هوايي او د درنو وسلو بریدونه وکړل.

د پاکستان حکومت په تېرو څلورو کلونو کې په بیا بیا پر طالبانو تور پورې کړی دی چې هلته یې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون اسلام اباد مخالفه وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي دي.

د طالبانو حکومت په وار وار ويلي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د هېڅ یوه ګانډي هیواد پر ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي.

خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو او د بشري حقونو يوشمېر نورو ادارو هم ويلي دي چې د پاکستان په بمباريو کې افغان ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده. پاکستان دا نه مني او ادعا کوي چې په دې بریدونو کې یې د وسلوالو مرکزونه په نخښه کړي دي.

په همدې حال کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، ملي جمهوري غورځنګ او پښتونخوا نيشنل عوامي ګوند مشرانو په يوه شريکه اعلاميه کې غوښتنه کړې چې پاکستان دې پر افغانستان بریدونه ودروي.

د مارچ پر ۱۶مه په خپره شوې هغه اعلاميه کې راغلي دي چې دواړه خواوې دې ژر تر ژره مذاکرات وکړي او خپلمنځي اختلافات دې د خبرو له لارې حل کړي.