پاکستان په دویمه يو ورځنۍ لوبه کې بنګلادېش ته ماتې ورکړه

د پاکستان معاذ صداقت د بنګلادېشي لوبغاړي اوټ کولو پر مهال.

د پاکستان د کرکټ لوبډلې په دویمه یو ورځنۍ سیالي کې بنګلادېش ته په ۱۲۸ منډو ماته ورکړه.

د مارچ پر ۱۳مه په میرپور کې ترسره شوې لوبه کې بنګلادېش پچه وګټله او لومړی یې پاکستان ته د بېټنګ بلنه ورکړه.

د پاکستان لوبډلې په ۴۸ اورونو کې ۲۷۴ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې اوټ شول. د پاکستان له خوا معاذ صداقت ۷۵، سلمان اغا ۶۴ او محمد رضوان ۴۴ منډې وکړې.

د بنګلادېش له اړخه رشاد حسېن درې او مهدي حسن معراج دوه لوبغاړي وسوځول. تسکین احمد، مصطفیض الرحمان او ناهید رانا بیا یو، یو وکټ واخیست.

چې کله بنګلادېش لوبه پیل کړه نو باران وشو او لوبه وځنډېده. وروسته بنګلادېش ته په ۳۲ اورونو کې د ۲۴۳ منډو هدف وټاکل شو خو د هغوی ټول لوبغاړي یوازې پر ۱۱۴ منډو اوټ شول.

د بنګلادېش په ۱۱۴ منډو کې لټن داس ۴۱، توحید ردوای ۲۸ او عفیف حسېن ۱۴ منډې وکړې.

د پاکستان له اړخه بیا معاذ صداقت او حارث روف درې، درې وکټې واخیستې. کپتان شاهین شاه اپرېدي دوه لوبغاړي اوټ کړل. همداسې محمد وسیم او فهیم اشرف بیا یو، یو وکټ ترلاسه کړ.

معاذ صداقت د غوره لوبغاړي له جایزې سره

معاذ صداقت د ښه بېټنګ او بالنګ پر اساس د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

د پاکستان له خوا له دې بریا سره د درو یو ورځنیو لوبو لړۍ اوس په یوه، یوه برابره ده. ټاکل شوې چې درېمه لوبه د مارچ پر ۱۵مه ترسره شي.

تر دې وړاندې د بنګلادېش لوبډلې د مارچ پر ۱۱مه پاکستان ته د درو ۵۰ اووره يا یو ورځنیو سياليو په لومړۍ هغه کې په اتو وېکټو ماتې ورکړې وه.

په هغه لوبه کې پاکستان لومړی توپوهنه وکړه او په ۳۱م اوور کې يې ټول لوبغاړي په ۱۱۴ منډو وسوځېدل.

د پاکستان له اړخه فهيم اشرف تر ټولو زياتې ۳۷ منډې او ورپسې صاحبزاده فرحان ۲۷ منډې وکړې.

د بنګلادېش ناهيد رانا د پاکستان پينځه او مهدي حسن معراج درې لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې بنګلادېش د دوو لوبغاړو په زيان په ۱۶م اوور کې ټاکل شوی هدف پوره کړ او په اتو وېکټو يې لوبه وګټله.

د بنګلادېش له اړخه تنزيد حسن تر ټولو زياتې ۶۷ منډې او ورپسې نجم الحسن شانتو ۲۷ منډې وکړې.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان لوبډله نه یوازې د مارچ پر اتمه د پای ته رسېدلي ۲۰ اووره نړیوال جام په لړ کې ښه نه وه ځلېدلې بلکې کرکټ بورډ د همدې کمزورې کارکردګۍ له کبله پر لوبغاړو جرمانې هم لګولې وې.

بل پلو د بنګلادېش لوبډله له هند سره د جنجال پر اساس له دې نړیوال جام څخه اېستل شوې وه.