خلیج کې د ایران برید: د تېلو ۲ ټانکرو اور اخیستی دی
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
چارواکي وايي، د مارچ پر ۱۲مه په خلیج کې د ایران په بریدونو کې د تېلو دوه ټانکرونه لګېدلي دي. د ایران دولتي ټېلېوېژن دعوه کړې چې یوه بېړۍ یې له چوونکو موادو د ډکې کښتۍ په وسیله په نخښه کړې ده. په بریدونو کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او ۳۸ ژغورل شوي دي. له ژغورل شویو څخه یې ۲۳ جورجیايي (ګورجستاني) کښتیوان یا ماڼوګان دي. د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې له ویډیو جوړ رپورټ.