د پاکستان وزیراعظم د انرژۍ بحران د مخنیوي لپاره ۱۴ نکاتي پلان اعلان کړی دی

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په هېواد کې اقتصادي بحران ته په کتو یو ۱۴ نکاتي پلان اعلان کړی دی. (انځور: ارشیف)

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په هغه هېواد کې د اقتصاد او انرژۍ بحران ته په کتو یو ۱۴ نکاتي پلان اعلان کړی دی.

نوموړي د مارچ پر نهمه ناوخته په خپله ټېلېویژني وینا کې وویل چې د تېلو کم کارولو او سپما لپاره به د ټولو سرکاري او شخصي ادارو ۵۰ سلنه کارکوونکي له کوره کار کوي خو یوازې د زیاتو ضروري ادارو کسان به دفترونو ته ورځي.

نوموړي زیاته کړه چې د بانکونو، صنعت کارۍ او کرنې پرته نور ټول دفترونه به په اونۍ کې یوازې څلور ورځې، یعنې له دوشنبې څخه تر پنجشنبې کار کوي.

د دې ترڅنګ د روژه مات پر غونډو او د مېلمنو لپاره د ماښامي پر ډوډيو بشپړ بندیز لګول شوی دی.

شهباز شریف دا هم ویلي چې ښوونځي به د دې اونۍ په پای کې د راتلونکو دوو اونيو لپاره بند شي او د لوړو زدکړو تر کمېشن لاندې چلېدونکې نورې ټولې تعلیمي ادارې به زده کوونکو ته انلاین زدکړي ورکوي.

نوموړي دا هم ووويل چې ټولو سرکاري ګاډو ته به د راتلونکو دوو میاشتو لپاره ۵۰ سلنه کم تېل ورکول کېږي خو دا محدودیتونه به پر امبولنسونو نه وي.

شهباز شریف دا اعلان په داسې حال کې کړی دی چې د امریکا، اسراییلو او ایران د یو بل پرضد تر بریدونو وروسته د تېلو بحران رامينځته شوی او نرخونه یې هم زیات شوي دي.

د ايران په ګاونډ کې د پاکستان حکومت د مارچ پر اوومه اعلان کړی وو چې د تېلو نرخونه زیاتوي.

د خزانې وزارت د خبرپاڼې ترمخه، په هغه هېواد کې د تېلو د کمي له وجې اوس د يو لیټر ډيزلو بيه ۳۳۵.۸۶ او د پېټرولو نرخ يو ليټر ۳۲۱.۱۷ روپۍ شوی دی. په دې معنا، په يو ليټر کې ۵۵ روپۍ اضافه شوې ده.