پښتانه ملتپال ګوندونه وايي د کراچۍ پولیس د افغان کډوالو په پلمه پاکستاني پښتانه هم نیسي

پاکستان د ۲۰۲۳ز کال له نومبره د افغان کډوالو نیول او افغانستان ته د هغوی ستنول روان ساتلي دي. (انځور: ارشیف)

پښتانه ملتپال ګوندونه وايي، د پاکستان امنیتي ادارو په کراچۍ کې د افغان کډوالو خلاف د عملیاتو پرمهال پاکستاني پښتانه هم نیولي دي.

په کراچۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پښتونخوا نيشنل عوامي ګوند ،عوامي نيشنل ګوند مشران، وکيلان او د بشري حقونو فعالان وايي چې پولیس دا پښتانه تر نیولو وروسته تر څو ورځو په تاڼو او ځانګړو کيمپونو کې ساتل کېږي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سيند صوبې مشر سلیم خان ترین مشال راډیو ته ویلي دي چې په کراچۍ کې له افغان کډوالو سره حکومت "ناسم چلند" روان کړی دی.

هغه وویل چې هغه افغانان چې د زده‌ کړو ویزې، نورې قانوني ویزې او بشپړ اسناد لري، هم د پولیسو له خوا نیول کېږي او ځورول کېږي.

د ده په وینا، اوس دا لړۍ تر دې حده رسېدلې چې د بلوچستان د کوټې، ژوب، چمن او پښین ترڅنګ د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو راغلي پښتانه هم په کراچۍ کې د پولیسو هدف ګرځېدلي دي.

ترین زیاتوي چې پولیس د پښتنو له کاروباري مرکزونو څخه ځوانان او کم عمره هلکان نیسي او د افغان کډوالو په نوم یې د څو ورځو لپاره په پولیس مرکزونو کې ساتي.

نوموړي د سيند له حکومت او پولیسو وغوښتل چې په کراچۍ کې د پښتنو پرضد دا ډول چلند ختم کړي او د افغان کډوالو بیرته لیږلو کې د هغوي د بشري حقونو خیال وساتي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

له کراچۍ وطن ته روان کډوال کورونه نړوي او کډې باروي


بلخوا د پښتونخوا نيشنل عوامي ګوند د سيند صوبې مشر صديق اغا او د هغه ګوند ځينو نورو غړو د مارچ پر نهمه په کراچۍ کې خبري غونډې ته وويل چې په تېرو دوو مياشتو کې يوازې په کراچۍ کې پوليسو له ۱،۰۰۰ زيات داسې کسان نيولي دي چې د دوی په وينا پاکستاني وګړي دي.

صديق اغا مشال راډيو ته وويل چې دغه کسان څو څو ورځې په حراست کې ساتل کېږي او وروسته د افغان کډوالو لپاره جوړ شویو کيمپونو ته لېږدول کېږي.

د هغه په وينا، اوس هم د کراچۍ د سايټ سيمې په يو ځانګړي کيمپ کې سلګونه داسې کسان بند دي چې پاکستاني وګړي دي. صدیق اغا زیاته کړه چې که دا لړۍ همداسې روانه پاتې شي نو دوی به یې پرضد احتجاجي لړۍ پيل کړي.

اخوا د عوامي نيشنل ګوند د سيند صوبې مشر شاهي سيد په يو بيان کې ویلي دي چې په کراچۍ کې د کډوالو په نوم "د پښتنو د نیولو او ځورولو په سختو ټکو غندنه" کوي.

نوموړي دعوه وکړه چې د صوبايي حکومت په اشاره د سيند پوليس د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي او په قصدي ډول د پښتنو سيمې په نخښه کېږي، چې د ده په خبره "هېڅکله د منلو وړ نه ده."

شاهي سید زياته کړې چې د پاکستان او افغانستان ترمينځ د روان کړکېچ د پلمې په توګه په کراچۍ کې د پښتنو پر کورونو، کاروباري مرکزونو او بازارونو چاپې وهل کېږي.

د ده په وینا، ځوانان او ان کم عمره ماشومان د اسنادو د پلټنې په نوم نیول کېږي او بیا یې په تاڼو کې د رشوت په بدل کې خوشې کوي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

کراچۍ کې د افغانانو د قالينو له کارخانو يوه پاتې ده چې اوس يوازې تارونه جوړوي

بلخوا په کراچۍ کې وکيل تاج الدين اېډوکيټ بيا له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې له دوی سره داسې سلګونه کسانو او کورنيو اړيکې نيولې دي چې خپلوان او په ځانګړې توګه ماشومان يې پوليسو د افغانانو په نوم نيولي دي.

وکيل تاج الدين اېډوکيټ زياته کړه چې ځينې داسې ماشومان هم پوليسو نيولي ول چې پاکستانيان ول خو د افغان کډوالو لپاره جوړ شويو کيمپونو کې يي بایومېټرک يا د ګوتو کمپيوټري نخښې اخيستل شوې وې. نوموړي دا هم وویل چې د هغو لسګونو کسانو او کورنيو شناختي کارډونه ټرل شوي دي.

د کراچۍ يو اوسېدونکي نظام خان کاکړ بيا مشال راډيو ته وويل چې دوه ورځې وړاندې يې د کراچۍ له پوليسو خپل څو خپلوان راخوشې کړي دي.

نوموړي وویل چې د بلوچستان د پښتون ميشتو سيمو کڼ ماشومان، چې د کراچۍ پوليسو د افغان کډوالو په نوم نيولي دي، د هغوي مور او پلار له قلعه عبدالله، مسلم باغ او نورو سيمو کراچۍ ته ورغلي او له اوږدو هڅو او لګښتونو وروسته خپل ماشومان له پوليسو راخلاصوي.

په عين وخت کې په کراچۍ کې د افغان کډوالو وکيلې منيزې کاکړې بيا مشال راډيو ته وويل چې پوليس اوس هلته په ويزه ورغلي افغانان هم نيسي.

هغې زياته کړه، "د پاکستان د شناختي کارډونو جوړولو ادارې نادرا له خوا د زرګونو کسانو شناختي کارډونه ټرل شوي دي، د دغو کسانو نومونه له پوليسو سره شريک کړل شوي دي او وس پوليس هغه کسان نيسي."

دا هم وګورئ:

افغانان وايي پولیسو په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې د یوې خبریالې په ګډون ګڼ کسان نیولي ديچارواکي وايي پر تورخم یې تر ۳۴،۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته ستانه کړي ديد طالبانو حکومت وايي له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند "غیر انساني" او "ناورین زېږوونکی" دی

د کراچۍ پوليسو مشر ايډيشنل ای جي د دفتر لخوا د مارچ پر اوومه په خپاره شوي بيان کې ويل شوي وو چې "د ناقاتونه افغانانو د نيولو لپاره پوليسو ته لارښوونې شوې دي او په دې لړ کې بايد د هرې تاڼې پوليس د ؛ناقانونه بهرنيانو؛ پرضد کارروايي وکړي."

د پوليسو په وينا د افغان کډوالو د نيول, لپاره په کراچۍ کې ځانګړې څانګه هم جوړه کړل شوې ده او عامو خلکو ته هم دا خبرداری ورکړل شوی دی چې په خپلو سيمو کې د افغانانو په اړه پوليسو ته معلومات وکړي.

بل لور ته د کراچۍ د کيماړي ضلعې انتظامي مشر (مرستيال کمېشنر) او د افغان کډوالو د بيرته ليږدولو لپاره د جوړ کيمپ مشر امير فضل اوېسي له مشال راډيو سره په خبرو کې دغه تورونه رد کړي دي.

نوموړي دا ګامونه د حکومت له خوا د "ناقانونه بهرنيانو" پرضد د روان کيمپېن برخه بللي دي."

هغه زياته کړه، "د پوليسو لخوا که څوک د شک پر بنسټ ونيول شي او وروسته دا ثابته شي چې هغوی پاکستاني وګړي دي، نو بيا خوشې کېږي."

د سيند صوبايي چارواکي وايي چې په کراچۍ کې د "ناقانونه افغان کډوالو" د نيولو او بېرته ستنولو عمليات د مرکزي حکومت د تګلارې برخه ده، خو د سياسي ګوندونو مشران او وکيلان بيا وايي چې په دې بهير کې دې د افغانانو بشري حقونه خوندي وساتل شي.

د سيند صوبي تر څنګ په پنجاب، بلوچستان، خيبر پښتونخوا او کشمېر کې هم د افغان کډوالو د نيولو او بيرته افغانستان ته د هغوی د ليږدولو عمليات له تېر څه باندې یو کال راهیسې روان دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان لا هم د ټولو افغان کډوالو اېستلو ته دوام ورکړی دی.

پاکستان د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له پیل راهیسې په څو پړاوونو کې د افغان کډوالو ایستل پیل کړل، خو په وروستیو میاشتو کې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو نیول او شړل په بې‌ ساري ډول زیات شوي دي.