د پاکستان او بنګلادېش ترمينځ د کرکټ سیالۍ له سبا پيلېږي

د پاکستان او بنګلادېش د کرکټ لوبغاړي د لوبې پرمهال. (انځور: ارشیف)

د پاکستان او بنګلادېش تر مينځ د درو ۵۰ اووره يا یو ورځنیو کرکټ لوبو لړۍ د مارچ له ۱۱مې پیلېږي.

د پاکستان کرکټ لوبډله د مارچ تر ۱۵مې د درو یو ورځنیو لوبو لپاره بنګلادېش ته تللې ده.

ټاکل شوې ده چې د دې لوبلړۍ لومړۍ سيالي د مارچ پر ۱۱مه د بنګلادېش د میرپور په لوبغالي کې د پېښور له وخت سره سم غرمه پاوباندې یوه بجه پیل شي.

د لوبلړۍ نورې دوې سيالۍ به هم پر دې وخت او لوبغالي کې د مارچ پر ۱۳مه او ۱۵مه ترسره کېږي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان لوبډله نه یوازې د مارچ پر اتمه د پای ته رسېدلي ۲۰ اووره نړیوال جام په لړ کې ښه نه وه ځلېدلې بلکې د پاکستان د کرکټ بورډ د هم دې کمزورې کارکردګۍ له کبله د لوبډلې پر لوبغاړو جرمانې هم لګولې وې.

بل پلو د بنګلادېش لوبډله له هند سره د جنجال پر اساس له دې نړیوال جام څخه اېستل شوې وه.