په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د چين ديپلوماتانو غوښتنه کړې چې د اسلام اباد او کابل شخړې بايد د زور پر ځای د سفارتي هلو ځلو له لارې حل شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مارچ پر اتمه ناوخته پر ایکس خپاره کړي بیان کې ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د چین له ځانګړي استازي شیو یانګ سره د لیدو کتو پرمهال د اړیکو پر پراخولو، سیمه ییزو حالاتو او د پاکستان له خوا پر افغانستان د بریدونو په اړه بحث کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلې چې یانګ د پاکستان په وروستیو بریدونو کې د وژل شویو افغانانو له کورنیو سره "د چین د حکومت خواخوږي او تسلیت څرګند کړ او ټينګار یې وکړ چې دواړه غاړې دې خپل مشکلات د خبرو اترو له لارې حل کړي".
بلخوا امير خان متقي د مارچ پر اتمه، په کابل کې د ګڼو هېوادونو سفيرانو او سفارتي استازو سره د روژه ماتې په مېلمستیا کې د وينا وپه وخت تور پورې کړی چې د پاکستان پوځ په سیمه کې بې امني غواړي. نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې هغه وسله وال نشته چې پاکستان یې دعوه لري. د نوموړي په وينا د فرورۍ په مياشت کې یې ۳ نيولي پاکستاني سرتېري "د ښه نيت په ښودلو د سعودي عرب په منځګړتوب اسلام اباد ته وسپارل خو بیا هم پر افغانستان بریدونه وشول". د طالبانو په وينا، هغه پاکستاني پوځيان یې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په میاشت کې شويو جګړې په وخت نيول شوي وو.
د متقي په وينا "پاکستان به هېڅکله د فشار له لارې خپلې غوښتنې پوره نه شي کړلی". خو په وينا یې چې حکومت یې مذاکراتو ته تيار دی.
پاکستان تر اوسه د متقي د دې تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي. خو تېره اونۍ یې د خبرو امکان رد کړی دی. د پاکستان دفاع وزير، خواجه اصف تېره اونۍ په اسلام اباد کې خبریالانو ته وويل چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت سره هله خبرې کېدلی شي چې د وسله والې ډلو ملاتړ بس کړي. خو د طالبانو حکومت د وسله والو د ملاتړ تورونه بې بنياده بولي.
د طالب او پاکستان ځواکونو ترمنځ نښتې د فرروۍ په ۲۷مه تر هغه وروسته پيل شوې چې د پاکستان پوځ د فرورۍ پر ۲۲ د افغانستان په ځينو سیمو بمباري وکړه. اسلام اباد تور پورې کړی وو چې په افغانستان کې طالبانو هغو وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي دي چې په پاکستان کې حملې کوي. د طالبانو حکومت د پاکستان دا تورونه رد کړي او زياته کړې يې ده چې تحريک طالبان پاکستان او نورو ډلو وسلوال په افغانستان کې نه بلکې په پاکستان کې دننه فعالیت کوي.