وسله والو په بلوچستان کې ۲ پولیس وژلي دي

په بلوچستان کې په دې وروستيوو کې بریدونه زیات شوي دي - کوټه کې د يوې پخوانۍ پېښې انځور

په بلوچستان کې وسلوالو دوه پولیس افسران په ډزو وژلي دي.

يو برید د صوبې په سرښار کوټه کې شوی دی. د هغه ښار د پولیسو ویاند منیر احمد د مارچ پر نهمه، مشال راډیو ته وويل چې وسله والو بیګا تر روژه ماتې وروسته، د ترهرګرۍ ضد پولیسو د څانګې پر يو افسر، ميټا خان برید وکړ.

د احمد په وينا انسپېکټر ميټا خان په صدر تاڼه کې له کار ختمولو وروسته کور ته روان وو چې له اسماعیل کلي سره نیږدې ووژل شو. د پولیسو ویاند ویلي چې وسلوال تر برید وروسته تښتېدلي دي.

بل پلو د بلوڅ مېشتې سیمې جل مګسي پولیس وايي چې وسلوالو د مارچ پر نهمه د سید یعقوب شاه په نامه پولیس حوالدار په ډزو وژلی دی. پولیسو په یوه خبرپاڼه کې رسنیو ته ویلي چې شاه هغه مهال وژل شوی چې له کاره د کور پر لور روان وو.

د دواړو بریدونو ذمه واري تر اوسه کومې وسلې والې ډلې نه ده منلې.

د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګټي په یو بیان کې دا د ترهګرۍ پېښې بللې دي او ویلي یې دي چې هدف یې د صوبې د امنیت خرابولو هڅه ده.