امریکا وايي روسیه ایران ته د دوی د پوځي ځایونو په اړه معلومات ورکوي

امریکا او اسراییل د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران بریدونه پیل کړل. (د تهران عکس)

امریکايي چارواکي وايي، روسیه په منځني ختیځ کې پر امریکایي ځواکونو او پوځي اثاثو د برید لپاره ایران ته معلومات ورکوي.

دوی د مارچ پر ۶مه د مشال راډيو د خبر مرکزي څانګې ته په دې څرګندونو سره د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د هغه راپور تایید کوي چې وايي ښايي مسکو په هغه پراخېدونکې سیمه ییزه شخړه کې د پام وړ یو غیر مستقیم رول لوبوي.

دا ادعا د امریکا او روسیې د اړیکو له پلوه په یو داسې نازک وخت کې مخې ته راځي چې واشنګټن او مسکو د روسیې او اوکراین د جګړې پر سر اختلاف لري.

امریکا غواړي چې د دوی په هڅو هغه جګړه پای ته ورسېږي خو د روسیې د ولسمشر دفتر کرېملېن لخوا په دې اړه څه پرمختګ نه دی تر سترګو شوی.

د ورځپاڼې په یو خبر کې له استخباراتو سره بلدو ۳ چارواکو په حواله ویل شوي چې د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران د امریکا او اسراییلو له هوايي بریدونو راهیسې مسکو تهران ته د امریکا د هغو پوځي تنصیباتو معلومات ورکوي چې د جنګي کښتیو او الوتکو ځایونه هم پکې شامل دي.

امریکایي چارواکو، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، په دې اړه یې نور تفصیل نه دی ورکړی. روسیه او ایران له اوږدې مودې راهیسې نږدې پوځي، سیاسي او سفارتي اړیکې لري.

په واشنګټن کې د روسیې سفارت په سمدستي توګه په دې اړه د څه ویلو غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.
روسي چارواکو په عامه توګه د جګړې د پای ته رسیدو غوښتنه کړې، او دا یې پر ایران تېری بللی دی.