د کرکټ ۲۰ اووریز نړیوال جام پای لوبه سبا ترسره کېږي

د کرکټ د ۲۰ اووریز نړیوال جام پای لوبه نیوزیلېنډ او کوربه هند ترمنځ ترسره کېږي.

ټاکل شوې چې دا لوبه د مارچ پر اتمه د هند د احمد اباد په نرېندرا مودي کرکټ لوبغالي کې د پېښور په وخت د ماښام په شپږ نیمو او د کابل په وخت د ماښام پر شپږو بجو پیل شي.

تر دې وړاندې د مارچ پر پینځمه د هند او انګلستان (انګلینډ) د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اووره نړیوال جام په دویمه نیمه پایلوبه کې یو بل ته مخامخ شول.

په هغه لوبه کې هند لومړی بیټنګ وکړ او د ۲۵۴ منډو هدف یې وټاکه خو په ځواب کې انګلستان په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۶ منډې وکړې.

تر هغې یوه ورځ مخکې نیو زیلینډ په لومړۍ نیمه پایلوبه کې جنوبي افریقا ته په نهو وېکټو په ماتې ورکولو پایلوبې ته لاره ومونده.

د کرکټ ۲۰ اووره نړیوال جام سیالۍ د فبرورۍ پر اوومه د هند او سري لنکا په کوربه توب پیل شوې وې چې پکې د افغانستان او پاکستان په ګډون ۲۰ لوبډلو برخه واخیسته.

له هغو څخه یې د پاکستان په ګډون اته غوره لوبډلې دویم پړاو ته ووتې او د اسټرالیا او افغانستان په څېر لوبډلې ورڅخه پاتې شوې.

د غوره اته لوبډلو په پړاو کې پاکستان، زېمبابوې، وېسټ انډیز او سري لنکا د سیاليو بایللو او کمو نومرو (پواینټونو) اخیستو له وجې له نیمه پایلوبو پاتې شوې.

د کرکټ ۲۰ اووریز نړیوال جام لنډتاریخ

د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰ اورونو نړیوال کپ په ۲۰۰۷م کال کې پیل کړی وو. تر اوسه دا په زړه پورې اتلولي شاوخوا دوه کاله وروسته، نهه ځله په بېلا بېلو هوادونو کې ترسره شوې ده.

تر په ترسره شویو نړیوالو ۲۰ اوریزو جامونو کې هند، ویسټ انډیز او انګلستان دوه، دوه ځله ګټلي دي. پاکستان، سريلنکا او اسټرالیا بیا یو، یو ځل دا اتلولي ګتلې ده.

د کرکټ نړیوالې شورا اعلان کړی دی چې راتلونکی ۲۰ اووریز نړیوال جام به په ۲۰۲۸م کال کې په اسټرالیا او نیوزیلېنډ کې ترسره کېږي.