د پاکستان پوځ په بلوچستان کې د ۱۵ مشکوک وسلوالو وژلو ادعا کړې ده

د پاکستان پوځ تل د وسلوالو وژلو ادعا کوي خو بلوڅ ملتپال وايي پوځ عام او بې ګناه خلک وژني. (انځور: ارشیف)

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د بلوچستان په بېلا بېلو سیمو کې یې د عملیاتو پر مهال ۱۵ وسلوال وژلي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای اېس پی ار) د مارچ پر اوومه د یوې خبرپاڼې به خپرولو سره ویلي دي چې تېره ورځ یې په هرنايي کې ۱۲ او په بسیمه کې درې وسلوال د عملیاتو پر مهال وژلي دي.

د پاکستان پوځ وژل شوي کسان فتنه الخوارج او د هند لاس پوڅي بولي خو په دې اړه نه کوم ثبوت وړاندې کوي او نه هم د وژلو شویو کسانو جسدونه رسنیو ته ښکاره کوي.

کومې وسلوالې ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او مشال راډیو هم د پوځ د ادعاوو پخلی نه شي کولی.