د خوست په زرګونه خلکو د پاکستان د بریدونو خلاف احتجاج کړی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغانستان په خوست کې په زرګونو خلکو د پاکستاني پوځ د بریدونو پرضد د مارچ پر ۷مه احتجاج کړی دی. دوی له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د پاکستان پر پوځ فشار راوړي چې په افغانستان کې د ولسي وګړو له په نښه کولو لاس واخلي. د خوست تریزي علیشیر او ځاځي میدان هغه ولسوالۍ دي، چې په وروستیو ورځو کې يې په سرحدي سیمو کې د افغانستان او پاکستان د پوځیانو تر منځ په پرلپسې توګه پوځي نښتې کیږي