د پاکستان او افغانستان ځواکونو د پولې په اوږدو کې په یو شمېر سیمو کې پر یو بل تازه بریدونه کړي دي.
د جنوبي وزیرستان په انګور اډه سیمه کې استخباراتي چارواکو او ځايي خلکو مشال راډیو ته ویلي چې د مارچ درېمې په شپه د پاکستان پوځ او په افغانستان کې د طالبانو امنیتي ځواکونو پر یو بل بریدونه کړي دي.
د دوی په وینا، د دې نښتو پرمهال په انګور اډه سیمه کې پر ځېنو کورونو مارټر ګولې هم پرېوتي دي. خو چارواکي وايي چې د مارټر ګولیو په نتیجه کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.
بلخوا د دې حالاتو له وجې په انګور اډه کې تر نامعلومه وخته پولې ته نژدې سکولونه تړل شوي او بازار هم بند دی. چارواکو پر خلکو غږ کړی چې له غیر ضروري تګ راتګه دې ډډه وکړي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت سرچینو هم مشال راډیو ته ویلي چې په کندهار، ننګرهار او خوست کې د پاکستان پولې ته نیږدې بېګا جګړه پیل شوې وه چې د سهار تر شاوخوا پینځو بجو یې دوام وکړ.
د طالبانو حکومت ادعا کړې چې د پاکستاني پوځیانو ۱۰ پوستې یې نیولي دي او ورته یې مرګ ژوبله هم اړولی ده خو د پاکستان پوځ لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
مشال راډیو نه د پاکستاني پوځ او نه هم د افغان طالبانو د ادعاوو په ازاده توګه پخلی کولای شي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
افغانستان کې د پاکستاني پوځ حملو کې وژل شوي خاورو ته سپارل شوي دي
بل پلو د خیبر چارواکي وايي چې په سدو خېلو کې د افغانستان له خوا د مارټر ګولې پرېوتو په پېښه کې د یوې ماشومې په ګډون څلور تنه ټپي شوي دي.
د خیبر یوه انتظامي چارواکي د خپل نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې د مارچ په دویمه ماښام مهال د افغانستان له خوا د لنډي کوتل په شلمان، باچا مینه، پسید خېلو او سدو خېلو سیمو کې مارټر ګولې پرېوتي دي.
بلخوا د لنډي کوتل د سوداګرو اتحادیې د مارچ پر دریېمه د امنیتي اندیښتو له امله د لنډي کوتل بازار بند ساتلو پریکړه کړې او پر ولس یې غږ کړی چې بازار ته دې له تللو ډډه وکړي.
د خیبر د تعلیم محکمې د لنډي کوتل په هغو سیمو کې د ټولو سرکاري سکولونو تر اونۍ پورې د بند ساتلو پریکړه کړې چې کوم افغان پولې ته څيرمه دي.
همداسې له لنډي کوتله تر تورخمه سیمه د پاکستان پوځ په خپله ولکه کې اخیستې او په تورخم کې ټول سرکاري دفترونه تړل شوي او له تورخم باچا مینې اوسیدونکو لنډي کوتل ته کډې کړي دي.
د مشال راډیو خبریال د چارواکو په حواله د مارچ پر دویمه ناوخته ویلي چې د افغانستان له لورې په لنډي کوتل کې د مارټر ګولیو تر راپریوتو وروسته د پاکستان پوځ او ملیشې ځواک هم افغانستان خواته ډزې کړي دي.
دغسې په تورخم او بازار ذخه خیلو تبۍ سرحد هم د پاکستان امنیتي ځواکونو او په افغانستان کې د طالبانو حکومت امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي او وقفې وقفې سره پر یو بل ډزې کوي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ له هغه وروسته نښتې روانې دي چې پاکستان د فبرروۍ پر ۲۱مه او ۲۲مه پر افغانستان بریدونه وکړل.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د فبرورۍ پر ۲۲مه پر ووبپاڼه په بیان کې ویلي وو چې "پاکستاني پوځي رژیم" د فبرورۍ پر ۲۱مه او ۲۲مه شپې مهال د ننگرهار او پکتیکا ولایتونو د "یوې دیني مدرسې او ګڼو ملکي کورونو" په ګډون په "څو ملکي سیمو" بمبارۍ کړې دي چې پکې "د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه بېگناه ملکي" وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
پاکستان تور پورې کوي چې افغان طالبانو پر خپله خاوره د تحریک طالبان پاکستان وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي او هغوی په پاکستان کې بریدونه کوي خو افغان طالبان دا تور ردوي.