د کرکټ نړیوال جام سیمي فاينل سیالۍ به په هند کې کېږي

د هند سنجو سېمسن تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې

د ۲۰ اووره کرکټ په نړیوال جام کې هند بېګا ویسټ اڼډیز ته په ماتې ورکولو سره نیمې پای لوبې يا سیمي فاينل ته ووت.

په دې لوبه کې ویسټ انډیز لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکلو اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۹۵ منډې وکړې. د هند لوبډلې ورکړل شوی هدف په داسې حال کې د پنځو لوبغاړو په سر پوره کړ چې یوازې څلور بالونه پاتې شو. د هند سنجو سېمسن تر ټولو ډېرې منډې، ۹۷ جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

له دې سره هند، جنوبي افریقا، انګلېنډ او نیوزيلېنډ نیمې پای لوبې ته وتونکې لوبډلې شوې.

ټاکل شوې چې لومړۍ نېمه پای لوبه د مارچ پر څلورمه د نیوزيلېنډ او جنوبي افریقا ترمنځ وشي او په دویمه نیمه پای لوبه کې به د مارچ پر پینځمه هند له انګلېنډ سره سیالي کوي.

د فرورۍ پر اوومه په هند او سريلنکا کې د پیل شوي ۲۰ اووریز نړیوال کپ پای لوبه د مارچ پر اتمه ترسره کېږي. پلان شوې وه چې که پاکستان سیمي فاينل ته ووځي نو سیالۍ به یې سرېلنکا کې کېږي ځکه چې د اسلام اباد او نوي دهلي د خرابو اړيکو له وجې پاکستانۍ لوبډله هند ته نه ځي. خو اوس به دواړې نیمه پایلوبې او پايلوبه په هند کې ترسره شي.