د امریکا سفارت وايي، په پاکستان کې روان احتجاجونه څاري

په کراچۍ کې د امریکاي کونسلګرۍ مخې ته د احتجاج پر مهال مرګژوبله رامنځ ته شوې.

په پاکستان کې د امریکا سفارت وايي، دوی په ملک کې پر روانو مظاهرو نظر ساتي او پر ټولو امریکايي وګړو غږ کوي چې د ځان خوندیتوب ته پام وکړي.

یاد سفارت د مارچ پر لومړۍ نېټه پر ایکس پاڼه په یو بیان کې ویلي چې ، "موږ په کراچۍ او لاهور کې د امریکا د کونسلګریو مخې ته د احتجاجونو رپورټونه څارو او همداسې د پېښور کونسلګرۍ او په اسلام اباد کې د سفارت مخې ته هم د احتجاج رابلل کېدو رپورټونه ترلاسه شوي دی."

سفارت په بیان کې ریاته کړې چې په پاکستان کې مېشت امریکايي تابیت لرونکو وګړو ته سفارښتنه کېږي چې ځايي خبرونه وڅاري او د ځان خوندیتوب لپاره د پام وړ ګامونه پورته کړي.

په بیان کې پر امریکايي وګړو غږ شوی چې له خپل چاپیریاله خبر و اوسي، لویو غونډو او د ګڼې ګوڼې ځایونو ته له ورتګه ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران ستر مذهبي مشر وژل کېدو پرضد په پاکستان کې له تشدده ډک احتجاجونه شوي دي.

د امریکا او اسراییل له خوا پر ایران د روانو بریدونو په ترڅ کې د دې هیواد ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنايي د وژنې پرضد په پاکستان کې له تشدده ډکې مظاهرې شوې دي.

د پاکستان رسنیو د ځايي چارواکو له خولې خبر ورکړی دی چې په کراچۍ کې د امریکا د کونسلګرۍ مخې ته د احتجاج کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښتو کې لږترلږه نهه تنه وژل شوي دي.

د کراچۍ ولسي روغتون مشر ډاکټر محمد صابر مېمن ډان ویب پاڼې ته ویلي چې په وژل شوي او ټپي شوي ټول کسان په مرمیو لګېدلي دي.

دا تر اوسه نده معلومه چې ډزې یوازې د امنیتي ځواکونو له خوا شوې دي او که نه له مظاهره چیانو څخه هم برید شوی دی.

د سیند د کورنیو چارو وزیر ضیاالحسن لانجر د کراچۍ پولیسو له مشر څخه د دې پېښې په اړه تفصیل غوښتي دي.

د سیند د کورنیو چارو وزیر ضیاالحسن لنجار رسنیو ته په بیان کې ویلي چې "هیچا ته به اجازه ورنکړل شي چې قانون په خپل لاس کې واخلي."

بل پلو ګلګت بلتستان کې هم په زرګونه خلکو د مارچ پر لومړۍ نېټه له هغه وروسته احتجاج کړی چې د ایران حکومتي رسمي رسنیو خبر ورکړی دی چې د دې هیواد ستر مذهبي مشر ایت ‌الله علي خامنايي وژل شوی دی.

رپورټونه وايي چې په ګلګت بلتستان کې د احتجاجونو پر مهال یو شمېر حکومتي ودانیو ته هم اور اچول شوی دی خو په رسمي توګه هلته د مرګژوبلې په اړه لا څه نه دي ویل شوي.

د ګلګت بلتستان په سکردو کې د شعیه ګانو له خوا پراخ احتجاج شوی دی

دا له هغه وروسته ده چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د فبرورۍ پر ۲۸مه وویل چې واشنګټن د ایران پر ضد لوی جنګي عملیات پیل کړي دي.

نوموړي په یوه ویډیويي بیان کې وویل، "لږه شېبه مخکې د امریکا پوځ پر ایران پراخ جنګي عملیات پیل کړل. د دغو عملیاتو موخه دا ده چې د ایراني رژیم لخوا امریکايي ولس ته د ورپېښو ګواښونو مخنیوی وشي."

د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو هم پر اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي وو چې هېواد یې له امریکا سره په ګډه د ایران پر ضد عملیات پیل کړي دي.

نوموړي لیکلي دي چې دا بریدونه د ایراني "ترهګریز رژیم" د ګواښونو د مخنیوي او د ایرانیانو د تقدیر د بدلولو لپاره د حالاتو برابرولو په موخه ترسره کېږي.

ایران د دې بریدونو تر پیل یوه ورځ وروسته پخلی وکړ چې د هیواد ستر مذهبي مشر ایت الله خامنايي او ورسره د هیواد یو شمېر لوړپوړي چارواکي وژل شوي دي.

د ایران حکومت په هیواد کې د ۴۰ ورځو لپاره ملي ماتم اعلان کړی دی.