افغانستان کې د پاکستاني پوځ حملو کې وژل شوي خاورو ته سپارل شوي دي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د افغانستان په ننګرهار او پکتيکا ولایتونو کې د پاکستان د جنګي الوتکو په بمباريو کې د وژل شوي کسان خاوره ته سپارل شوي دي او د طالبانو حکومت ويلي چې پاکستان ته به "مناسب او حساب شوی" ځواب ورکوي. پاکستان دعوه کوي چې په افغانستان کې یې له "فتنه الخوارج" سره تړلیو د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې وسلوالو پټنځياونه يې په نخښه کړي دي، خو د طالبانو حکومت بیا وايي چې په حملو کې وژل شوي ټول ولسي وګړي دي. په بریدونو کې د یوې کورنۍ ۱۸ کسان وژل شوي دي. ویډیويي رپورټ وګورئ.