سیند حکومت وايي کراچۍ کې د ودانۍ نړېدو پېښې پلټنه کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سیند حکومت په کراچۍ کې د یوې درې منزله ودانۍ نړېدو پېښې د پلټنو لپاره کمېټي جوړه کړې چې په اووه ورځو کې به خپل راپور وړاندې کوي. چارواکي وايي، د فبرورۍ پر ۱۹مه سهار وختي د ګیس جمع کېدو له کبله چاودنې درې منزله وداني ونړوله چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۶ تنه وژل شوي او ۱۴ ژوبل دي. ویډیويي رپورټ.