افغانستان د کرکټ په روان نړیوال جام کې لومړۍ لوبه وګټله

افغان لوبغاړي د متحده عرب اماراتو د یو لوبغاړي اوټ کولو پرمهال.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه په بالینګ او بېټنګ دواړو کې ځلېدلي عظمت الله عمرزي ته ورکړل شوه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اووریز نړیوال کپ په لړ کې متحده عرب اماراتو ته په ماتې ورکولو سره لومړۍ لوبه وګټله.

د افغان لوبډلې کپتان راشد خان پچه وګټله او لومړی یې متحده عرب اماراتو ته د بېټنګ بلنه ورکړه. هغې لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سر ۱۶۰ منډې وکړې.

د متحده عرب اماراتو له اړه شعېب خان په زړه پورې لوبه وکړه او په ۴۸ بالونو یې ۶۸ منډې وکړې.

د افغانستان له خوا عظمت الله عمرزي په څلور اورونو کې یوازې ۱۵ منډې ورکړې او ۴ لوبغاړي یې اوټ کړل.

په ځواب کې د افغانستان لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۲۰ اوور کې د پنځو لوبغاړو په سر پوره کړ. د افغانستان په بریال کې ابراهیم ځدراڼ ۵۳، عظمت عمرزي ۴۰ او دروېش رسولي ۳۳ منډې وکړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه په بالینګ او بېټنګ دواړو کې ځلېدلي عظمت الله عمرزي ته ورکړل شوه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه عظمت الله عمرزي ته ورکړل شوه

د فېبرورۍ پر ۱۶مه به په دوو نورو لوبو کې انګلستان له اټالیا او سريلنکا له اسټرالیا سره لوبه کوي.

افغانستان به خپله وروستۍ لوبه د فېبرورۍ پر ۱۹مه د کاناډا پر وړاندې ترسره کوي. افغان لوبډله په ډې ګروپ کې اچول شوې ده. دوی په خپله لومړۍ لوبه کې له نیوزیلېنډ او په دویمه کې تر ډېرې نادرې او دلچسپې بازۍ وروسته له جنوبي افریقا ماته خوړلې وه.

د کرکټ نړیوال جام لوبې د فېبرورۍ پر اوومه په هند او سري لنکا کې پیل شوی او پای لوبه به یې د مارچ پر اتمه ترسره کېږي.

په دې نړیوال کپ کې د نړۍ د ۲۰ هیوادونو لوبډلې شریکې دي چې په څلور ګروپونو کې وېشل شوې دي.

د کرکټ نړیوال جام لومړي پړاو لوبډلې

اې ډله: پاکستان، هند، نمېبیا، امریکا او نېدرلېنډز.

بي ډله: اسټرالیا، عمان، ایرلېنډ، سري لنکا او زمبابوې.

سي ډله: انګلېنډ، اټالیا، نیپال، سکاټېلنډ او ویسټ انډیز

ډي ډله: افغانستان، نیوزي لېنډ، جنوبي افریقا، کاناډا او متحده عرب امارات