د علي رضا پر مړینه د هغه سپی هم ماتم کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د علي رضا کرمي په نامه ایراني ځوان یو سپی په ډېره مینه ساتلی وو. نوموړي وصیت کړی وو چې کله مړ شي نو د هغه جسد دې سپي ته وروښودل شي. هغه دا کار ځکه کول غوښتل چې سپی یې دا فکر ونه کړي چې ګینې مالک یې ورسره بې وفايي کړې ده او هغه یې پرېښی دی. په ایران کې د وروستیو مظاهرو پر مهال علي رضا ووژل شو او سپی یې اوس هم د هغه پر قبر غمجن ناست وي او ماتم کوي. ویډیو راپور وګورئ.