پاکستان د کرکټ په نړیوال کپ کې له هند سره د لوبېدو اعلان وکړ

پاکستان او هند به د فبرورۍ پر ۱۵مه نېټه په د سريلنکا په کولمبو کې لوبه کوي.

د پاکستان حکومت وايي د کرکټ په روان ۲۰ اووریز نړیوال جام کې له هند سره لوبه کوي.

د پاکستان وفاقي حکومت د فبرورۍ پر نهمه ناوخته پر ایکس پاڼه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا پرېکړه له هغه وروسته شوې چې د پاکستان د کرکټ بورډ مشر او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وزیراعظم ته د ټولې کشالې په اړه تفصیل وړاندې کړ.

بیان زیاتوي چې د بنګلادېش، سري لنکا او محتده عرب اماراتو د کرکټ ملي ادارو له پاکستانه په رسمي توګه غوښتنه کړې وه چې له هند سره د لوبې نه کولو پرېکړه بیرته واخلي او پر ټاکلې نېټه لوبه وکړي.

ټاکل شوې چې د کرکټ نړیوالې شورا له خوا شوړ شوي مهالوېش سره سم پاکستان د فبرورۍ پر ۱۵مه د سري لنکا په کولمبو کې له هند سره د ۲۰ اووریز نړیوال جام د لومړي پړاو لوبې ته ووځي.

د کرکټ ګڼو پخوانیو نړیوالو لوبغاړو او چارواکو د پاکستان د دې پرېکړې هرکلی کړی دی.

پاکستان تر دې وړاندې د فېبرورۍ پر لومړۍ نېټه اعلان کړی وو چې لوبډله به یې د ۲۰۲۶ز کال په ۲۰ اووریز نړيوال کرکټ جام کې له هند سره سیالي نه کوي.

د پاکستان حکومت هغه مهال د خپلې پرېکړې لپاره کوم دلیل نه وو وړاندې کړی خو د پاکستان کرکټ بورډ مخکې ویلي ول چې د بنګلادېش په ملاتړ یې دا پرېکړه کړېده.

دا له هغه وروسته وه چې د کرکټ نړیوالې شورا بنګلادېش د جنورۍ پر ۲۴مه تر هغې وروسته له نړیوال جامه وایست چې په هند کې یې له لوبو کولو انکار وکړ.

دا هم وګورئ:

د کرکټ نړیواله شورا: له هند سره لوبه نه کول د پاکستان لپاره "ژورې اغېزې" لرلای شيپاکستان په نړيوال ۲۰ اووره کرکټ جام کې هند سره د لوبې له کولو انکار وکړد کرکټ نړیوالې شورا له نړیوال جامه د بنګلادېش لوبډله واېستله

بنګلادېش ادعا کړې وه چې په هند کې یې لوبغاړي خوندي نه دي نو ځکه دې د کرکټ نړیواله شورا د نړیوال کپ په لړ کې د دوی ټاکلې سیالۍ سري لنکا ته انتقال کړي.

هند او د کرکټ نړیوالې شورا دا ادعا او غوښتنه رد کړې وه چې کواکې د بنګلادېش لوبډلې ته په هند کې امنیتي ستونزې دي.

د کرکټ نړیوالې شورا د فبرورۍ په لومړۍ نېټه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د ملکونو "د ملي امنیت" پر اساس پرېکړو ته "احترام" لري خو د پاکستان له خوا له هند سره سیالي نه کول "ژورې اغېزې" لرلای شي.

د کرکټ نړیوال جام لوبې د فېبرورۍ پر اوومه په هند او سري لنکا کې پیل شوی او پای لوبه به یې د مارچ پر اتمه ترسره کېږي.

پاکستان په خپله لومړۍ لوبه کې نېدرلېنډز ته ماته ورکړې وه خو افغانستان بیا خپله لوبه پر نیوزیلېنډ بایللې وه.

په دې نړیوال کپ کې د نړۍ د ۲۰ هیوادونو لوبډلې شریکې دي چې په څلور ګروپونو کې وېشل شوې دي.

د کرکټ نړیوال جام لومړي پړاو لوبډلې

اې ډله: پاکستان، هند، نمېبیا، امریکا او نېدرلېنډز.

بي ډله: اسټرالیا، عمان، ایرلېنډ، سري لنکا او زمبابوې.

سي ډله: انګلېنډ، اټالیا، نیپال، سکاټېلنډ او ویسټ انډیز

ډي ډله: افغانستان، نیوزي لېنډ، جنوبي افریقا، کاناډا او متحده عرب امارات