د جنوبي وزیرستان پولیس وايي د فرورۍ پر اتمه، د نامعلومو وسله والو په برید کې يو پولیس وژل شوی او د هغه پلار او ورور ژوبل شوي دي.
د پولیسو لخوا رسنيوو سره شريکو شويو معلوماتو کې راغلي چې دا پېښه په بویا کې شوې ده او د زخميانو حالت ښه نه دی.
پولیسو ويلي چې دا يو هدفي برید وو. د وژل شوي پولیس افسر ورور په ضلع کې د محرر په توګه کار کوي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې حملې ذمه واري نه ده منلې.
د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې ناامني ده خو په شمالي او جنوبي وزیرستان کې په ځانګړې توګه له کلونو راهیسې هدفي وژنې دوام لري.
ځايي خلکو د دې پرضد په وار وار د کړیو احتجاجونو پرمهال تور پورې کړی چې امنیتي ادارې په ارادي توګه هلته د ناامنۍ مخه نه نیسي خو د پاکستان پوځ او حکومت دا تور ردوي او وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیات روان دي.