کرکټ نړيوال جام: نيپال له انګلېنډ څخه په ۴ منډو ماتې وخوړه

د نيپال او انګلېنډ د لوبې يو انځور

د شل اووره کرکټ په نړيوال جام کې انګلېنډ نيپال ته په څلورو منډو ماتې ورکړه.

انګلېنډ د هند په ممبۍ کې د فرورۍ پر اتمه، لومړی بېټينګ وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۸۴ منډې جوړې کړې. په ځواب کې یې نيپال دا هدف پوره نه شو کړلی او په ټولو اوروونو کې یې ۱۸۰ منډې وکړې.

نېپال ته په اخري اوور کې ۱۰ منډې پاتې وي خو دوی ونه شوای کړلی.

تر دې مخکې په همدې ورځ شوې لوبه کې نيوزيلېنډ افغانستان ته ماتې ورکړه.

د فرورۍ په اوومه پيل شوې د دې نړيوال جام سیالۍ په هند او سرېلنکا کې کېږي. پاکستان، وېسټ انډيز او هند د دې سیاليوو په لومړۍ ورځ خپلې لوبې ګټلې وې.