د جاپان شمال کې په ۴۰ کلونو کې تر ټولو سخته واوره شوې
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د جاپان په شمالي سیمو کې د تېرو څلورو لسیزو په موده کې تر ټولو درنه واوره شوې ده. د هونشو ټاپو په اوموري او د هوکایډیو ټاپو په سپورو کې واورې سړکونه او کوڅې بندې کړې دي او د کورونو بامونه یې پوښلي دي. د طبیعي افتونو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، د ورښتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې ۳۰ تنه وژل شوي او لسګونه ژوبل دي. اخوا د هېواد د دفاعي ځواک سرتېرو په بېلابېلو سیمو کې لارو خلاصولو چارو ته دوام ورکړی دی. تفصیل د رویټرز اژانس له ویډيو په جوړ رپورټ کې.