یو اېن اېچ سي ار وايي له پاکستان سره "له خطر سره د مخامخو افغانانو" پر برخلیک غږېږي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ویاند وايي، له اسلام اباد سره یې د هغو افغانانو په اړه خبرې روانې دي چې په ۲۰۲۱ز کال پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هغه هېواد ته تللي ول. قیصر خان اپرېدي د فبرورۍ پر څلورمه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، که د پاکستان حکومت هغه افغانان په زور هېواد ته ولېږدوي نو هلته یې ژوند له خطر سره مخامخېدای شي. نوموړی د حکومت په حواله وايي چې له ۲۰۲۱ز کال راهیسې شاوخوا ۶۰۰،۰۰۰ افغانان پاکستان ته تللي دي. پاکستان پر ۲۰۲۳ز کال د بې اسناده افغانانو ایستلو بهیر پیل کړ. اسلام اباد بیا د ۲۰۲۵ز کال په اپرېل کې د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډ او په سېپټېمبر کې یې د یو اېن اېچ سي ار د مهاجرت یا پروف اف رجسټرېشن (پي او ار) کارډ لرونکو د ستنولو عمل شروع کړ چې لا هم دوام لري. له قیصر خان اپرېدي سره بشپړه مرکه وګورئ.