د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو چارو دفتر ویلي چې په افغانستان کې لا هم دودیز نشه يي توکي ډېر کارېږي خو د مصنوعي نشې او د دواګانو ناسم استعمال هم په زیاتېدو دی.
هغه دفتر د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په افغانستان کې د نشه يي موادو د استعمال په اړه مفصل راپور خپور کړی دی چې پکې راغلي چې په هغه هېواد کې په نشو روږدو ۴۶ سلنه سړیو د نظرپوښتنې پر مهال ویلي چې چرس څکوي او ۱۹ سلنه نورو د اپینو د استعمال یادونه کړې ده.
راپور وايي، له دې سره په افغانستان کې د "ټابلېټ کا" او "مېتامفېټامین" کارونه هم د زیاتېدو په حال کې ده.
ټابلېټ کا په تېره لسیزه کې په افغانستان کې خورا مشهور شوی وو او یو داسې ګولۍ ده چې پخواني جمهوري حکومت یې په اړه ویلي ول چې پکې د اېکسټسي یا اېم ډي اېم اې او مېتافېټامین په نوم کیمیايي مادې شاملې دي.
مېتامفېټامین ته په پاکستان کې زیاتره خلک ایس وايي چې د کرېسټال او شیشې په نوم هم پېژندل کېږي.
د ملګرو ملتونو د نشه يي موادو او جنایتونو چارو دفتر راپور وايي، په افغانستان کې ډېری خلک د بېروزګارۍ، بې وزلۍ او رواني ستونزو له وجې په نشو روږدي کېږي یا د دواګانو په ناسم استعمال اخته کېږي.
د ملګرو ملتونو چارواکي وايي چې د نشو د مخنیوي لپاره باید د درملنې، رواني روغتیا، د خلکو ټولنیز ملاتړ پروګرامونه پیاوړي شي او د روزګار موقعې زیاتې شي.
راپور همداراز ښيي چې په نشه يي توکو د روږدو ښځو د درملنې مرکزونه کم دي چې باید زیات شي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت لا د ملګرو ملتونو تازه راپور په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې یې د کوکنارو پر کښت او نشه يي موادو پر کاروبار بندیز لګولی دی.