د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند پولیس له افغانستانه وروړونکي درې زره کیلوګرامه هېروین نیولي


د هندي چارواکي وايي، د دې هېروینو ارزښت دوه اربه او ۷۰۰ میلیونه ډالره اټکل شوی دی. انځور - ارشیف
د هندي چارواکي وايي، د دې هېروینو ارزښت دوه اربه او ۷۰۰ میلیونه ډالره اټکل شوی دی. انځور - ارشیف

د هند چارواکي وايي، د هېواد په یوه لوېدیځ بندر کې یې هغه نېږدې درې زره کیلوګرامه هېروین نیولي چې له افغانستانه وروړل شوي ول.

فرانس پریس خبري اژانس د هندي چارواکو له خولې لیکلي چې د دې هېروینو ارزښت دوه اربه او ۷۰۰ میلیونه ډالره اټکل شوی دی.

د دې هېروینو د انتقال په تور د هند دوه وګړي نیول شوي هم دي.

د هند د ګمرکونو استخباراتي ادارې د سېپټېمبر پر ۲۰مه ویلي چې دا نشيي مواد له افغانستانه د ایران د یوه بندر له لارې د هند تر ګجراته رسول شوي ول.

دې ادارې ویلي چې ځینې افغان وګړي هم په دې قاچاق کې ښکېل دي خو تر اوسه نیول شوي نه دي.

افغانستان په نړۍ کې د هېروینو تر ټولو لوی موندونکی ګڼل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG