د کرکټ نړیوالې شورا اعلان کړی دی چې د ۲۰۲۶ز کال د ۲۰ اووریز نړیوال جام په سیالیو کې به د بنګلادېش پر ځای د سکاټلینډ ملي لوبډله ګډون کوي.
انټرنېشنل کرکټ کونسل دا پرېکړه د جنورۍ پر ۲۴مه تر هغې وروسته کړې چې د بنګلادېش کرکټ بورډ د نړیوال جام په لړ کې د خپلو لوبو ترسره کولو لپاره هند ته له سفره انکار وکړ.
د بنګلادېش کرکټ بورډ غوښتنه وکړه چې د دوی ټولې سیالۍ دې د نړیوال جام دویم کوربه هېواد سريلنکا ته منتقلې کړل شي.
بنګلادېش دا پرېکړه د هند له غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ) څخه د خپل یو لوبغاړي تر ایستل کېدو وروسته وکړه.
د هند د کرکټ ملي ادارې په بنګلادېش کې له هندوانو سره مبینه "ناوړه چلند" ته په اشاره، بې له وضاحت ورکولو کلکته نایټ رایډرز لوبډلې ته ویلي وو چې د بنګلادېش چټګ بالر مستفیظ الرحمان دې "فارغ" کړي.
د انډین پرېمیر لیګ مهمې لوبډلې کلکته نایټ رایډرز له خوا د یاد بنګلادېشي لوبغاړي تر فارغه کولو وروسته د دواړو هیوادونو د کرکټ ادارو ترمنځ اړیکې خرابې شوې او د کرکټ نړیوالې شورا پکې مداخلت وکړ.
د کرکټ نړیوالې شورا په بیان کې ویلي چې له هغه وخت راهیسې یې تر درو اونیو د بنګلادېش له کرکټ بورډ سره تفصيلي خبرې اترې وکړې.
یادې شورا ویلي چې دوی د بنګلادېش ټولې اندېښنې وڅېړلې، او د دوی په وینا، خپلواکو ارزونو وښودله چې "په هند کې د بنګلادېش لوبډلې، کارکوونکو او مینه والو ته هېڅ ډول باوري امنیتي ګواښ نشته."
د ای سي سي بیان وايي چې پر هم دې اساس دوی غوره وګڼله چې د سیالیو مهالوېش بدلول مناسب نه دي نو ځکه یې بنګلادېش ته د دې لپاره د ۲۴ ساعتونو وخت ورکړی وو چې هند ته د تګ یا نه تګ په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.
د کرکټ نړیوالې شورا لیکلي چې بنګلادېش ورته په ټاکلي وخت کې ځواب ور نه کړ نو ځکه یې د نړیوال جام په سیالیو کې د هغوی پر ځای د سکاټلینډ لوبډله شامله کړې ده.
د بنګلادېش کرکټ بورډ د رسنیو کمېټۍ مشر امضاد حسېن په یو بیان کې د کرکټ نړیوالې شورا پرېکړه تسلیم کړې او ویلي یې دي چې دوی به د یادې شورا دا پرېکړه نه "چېلنجوي" چې پر ځای یې سکاټلېنډ په راتلونکي نړیوال جام کې شامل کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د کرکټ لوبډله هم د فبرورۍ له اوومې په پیلېدونکي ۲۰ اووریز نړیوال جام کې د لوبېدو لپاره هند ته نه ورځي او خپلې ټولې لوبې به په سریلنکا کې ترسره کوي.
تر دې وړاندې د هند لوبډله هم د ۲۰۲۵م کال د فبرورۍ له ۱۹مې د مارچ تر نهمې د کرکټ نړیوالې شورا تر څارنه لاندې په پاکستان کې د ترسره شوې چمپین ټرافۍ لپاره هغه هیواد ته نه وه ورغلې.
د کرکټ نړیوالې شورا د هند د ټولو لوبو لپاره په متحده عرب اماراتو کې بندوبست کړی وو او هم هلته د چمپین ټرافۍ پای لوبه د مارچ پر نهمه د هند او نیوزيلېنډ ترمنځ شوې وه چې هند ګټلې وه.
د پاکستان د کرکټ بورډ مشر محسن نقوي د کرکټ نړیوالې شورا دا پرېکړه ناسمه بللې ده چې د بنګلادېش پر ځای به سکاټلېنډ په نړیوال کپ کې لوبېږي.
محسن نقوي د جنورۍ پر ۲۴مه په لاهور کې خبریالانو ته وویل چې بنګلادېش د کرکټ نړیوالې شورا مساوي غړی دی نو باید د نړیوال جام په سیالیو کې شامل وای.
ده زیاته کړه چې په نړیوال جام کې د پاکستانۍ لوبډلې د ګډون یا نه ګډون پرېکړه به وفاقي حکومت کوي.
ټاکل شوې ده چې د کرکټ د ۲۰ اووریز نړیوال جام سیالۍ د فبرورۍ له اوومې د مارچ تر اتمې په هند او سرينکا کې ترسره شي.
ټاکل شوې وه چې د بنګلادېش لوبډله په لومړي پړاو کې خپلې څلور لوبې په هند کې د ویسټ انډیز، انګلېنډ، اټالیا او نیپال په وړاندې ترسره کړي. خو اوس به یې پر ځای د سکاټلېنډ لوبډلې لوبېږي.
بل پلو هند ته نه تلونکې پاکستانۍ لوبډله نه یوازې خپلې ټولې لوبې د سریلنکا په کولمبو کې ترسره کوي بلکې ټاکل شوې چې د هند لوبډله هم د پاکستان په وړاندې لوبېدو لپاره کولمبو ته سفر وکړي.
پاکستان به خپلې نورو لوبې د نېدرلېنډز، امریکا او نمېبیا په وړاندې ترسره کوي.
ټاکل شوې چې د نړیوال جام د پای لوبه د مارچ پر نهمه د هند په یو میدان کې ترسره شي خو که پاکستان پای لوبې ته ووځي نو د نړیوال جام پای لوبه به هم د هند پر ځای په سریلنکا کې ترسره کېږي.