د افغانستان او ویسټ انډیز ترمينځ دویمه ۲۰ اووره لوبه سبا ترسره کېږي

د افغانستان او ویسټ انډیز ترمينځ د درو ۲۰ اووریزو لوبو لړۍ په دوبۍ کې روانه ده. انځور له ارشيفه

د افغانستان او وېسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلو ترمينځ دویمه ۲۰ اووره لوبه د جنورۍ پر ۲۱مه ترسره کېږي.

ټاکل شوې چې دا لوبه هم د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په لوبغالي کې د کابل پر وخت د ماخوستن پر اووه او د پېښور پر اووه نیمو بجو پیل شي.

تر دې وړاندې د افغانستان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې ویسټ انډیز ته په ۳۸ منډو ماته ورکړه.

افغان لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته لومړی توپوهنه وکړه او په ۲۰ اوورونو کې یې د درو لوبغاړو په زيان ۱۸۱ منډې جوړې کړې.

په دې کې ابراهیم ځدراڼ ۸۷ او دروېش رسولي ۸۴ رنزونه وکړل.

په ځواب کې د وېسټ انډیز لوبډله ۲۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په زیان د ۱۴۳ منډو په جوړولو وتوانېده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او وېسټ انډیز په ګډون د بېلابېلو هېوادونو لوبډلې راتلونکې میاشت د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام لپاره د تیاریو په وروستي پړاو کې دي.

ټاکل شوې چې د نړیوال جام سیالۍ د فبرورۍ پر اوومه پیل شي چې پکې لومړۍ لوبه د پاکستان او نېدرلینډز (هالینډ) ترمینځ ده.

تر دې وروسته د فبرورۍ پر دویمه افغانستان په خپله لومړۍ سیالۍ کې له نیو زیلینډ سره مخامخېږي.

هند او سري لنکا د نړیوال جام کوربانه دي او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مارچ پر اتمه وشي.