روسیې د اوکراین پر اودېسا سیمې حملې کړې دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

روسیو ځواکونو د جنورۍ پر ۱۹مه د اوکراین پر اودېسا سیمې حملې کړې دي چې پکې لږ تر لږه یو کس ژوبل شوی دی. چارواکي وايي، په حملو کې د استوګنې یوې ودانۍ په ګډون شخصي او کاروباري ځایونه او د انرژۍ پیدا کولو مرکز په نخښه شوی دی. د مشال راډيو د خبرونو مرکزي څانګې او رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.