د پېښور پوهنتون انتظامیه د زدکوونکو د ویډيوګانو خپرولو پلټنې کوي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پېښور پوهنتون انتظامیې پر ټولنیزو شبکو د نجونو د ځینو ویډیوګانو پر خپرېدو تر نیوکو وروسته یوه تحقیقاتي کمېټي جوړه کړې ده. د پوهنتون ویاند د جنورۍ پر ۱۸مه مشال راډيو ته وویل، شپږ کسیزه کمېټي به په درو ورځو کې پلټنې بشپړوي. دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر ۱۵مه په پوهنتون کې د نویو زدکوونکو د هرکلي د غونډې پر مهال جوړې شوې ځینې ویډیوګانې پر ټولنیزو شبکو ډېرې شریکې شوې دي چې ورباندې نیوکې روانې دي. تفصیل په دې راپور کې.