کالام کې ګاډو اوښتو کې ۱ سيلانی وژل شوی ۶ ژوبل دي

په کالام کې یو ګاډی د حادثې ښکار شوی - د ارشیف انځور

په سوات کې د ژغورنې اداره (ریسکیو ۱۱۲۲) او د کالام ځايي اوسېدونکي وايي، په واورو کې د سېلانیانو د دوو ګاډو ښویېدو پېښو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او شپږ نور ژوبل شوي دي.

د کالام یو ځايي اوسېدونکي نصیر الله کالامي مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ پر ۱۶مه کالام ته د واورې نندارې لپاره زیات شمېر سېلانیان ورغلي ول چې پکې دوه ګاډي چې یو یې له پنجاب او بل د مینګورې نه ورغلي ول، تر ښوییدو وروسته ژورې کندې ته پرېوتل. نوموړی وايي مرستندویه ادارې پر وخت ونه رسېدلې او خلکو په خپلو محدودو وسایلو د مرستو هڅه وکړه.

هغه وايي، "له حکومت نه دا پوښتنه کوو چې، ایا تاسو ته معلومه نه وه چې د کالام د واورو د لیدو لپاره دومره زیات سېلانیان راروان دي؟ نو د واورو په موسم کې مو ولې په کالام کې یو بیړنی مرستندویه مرکز نه جوړولو؟"

نوموړي د خیبر پښتونخوا له وزیر اعلا سهیل اپرېدي او نورو اعلا چارواکو نه دا غوښتنه وکړه چې د کالام د ژغورنې ادارې ته دې اړین وسایل په لاس کې ورکړي چې په داسې حالاتو کې ترې کومک واخیستل شي.

د کالام اوسېدونکي وايي هلته لا هم واورین موسم دی او زیات شمېر سېلانیان د لارو د خرابوالي له وجې ایسار پاتې دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د کالام په واورو کې ۵ ورځنۍ مېله پای ته رسېدلې ده

د سوات د سېلګرۍ ادارې ویاند سعیدالرحمان د جنورۍ پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې د سوات په مالم جبه، کالام، ګبین جبه، بحرین، مدین او نورو سیمو کې یې سېلانیانو ته د واورې خبرداری ورکړی وو. نوموړی وايي، د سوات په دغو واورینو سیمو کې مرستندویه ادارې موجودې دي او له خلکو سره مرستې کوي. د نوموړي په وینا په کالام کې د لارو پرانیستو او نورو مرستندویه کارونو لپاره وسایل موجود دي.

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا د قدرتي افتونو د نظم ادارې (پي ډي اېم اې) او د موسمیاتو ادارې خبرداری ورکړی دی چې د جنورۍ له ۱۹مې نه یو وارې بیا د د سوات، شانګلې او چترال په شمول د صوبې په غرییزو سیمو کې د واورو ورېدو امکان دی. دوی خلکو ته ویلي، په دې موسم کې دې له غیر ضروري سفرونو څخه ډډه وکړي.

په خیبر پښتونخوا کې هر کال د ژمي په موسم کې د واورو ورېدو له وجې د لارو د بندېدو، د ګاډو د ښویېدو او ورسره تړلو نورو پېښو کې یو شمېر خلک له مرګژوبلې سره مخامخ کېږي.