پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی يو ځل بيا د خپل ګوند لخوا په قامي اسمبلۍ کې د حکومت مخالفه ګوندونو (حزب اختلاف يا اپوزيشن) د مشر په توګه نومولی دی.
د پي ټي ای مشر بېرسټر ګوهر علي خان د جنورۍ پر ۱۳مه په قامي اسمبلۍ کې له رسنيو سره د خبرو په مهال وويل چې هغه هيله من دی چې محمود خان اڅکزی به د جنورۍ تر ۱۵مې په قامي اسمبلۍ کې د اپوزيشن د مشر په توګه اعلان شي.
نوموړي زياته کړه چې د اڅکزي د نوماندۍ کاغذونه د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق ته سپارل شوي دي.
د هغه په وينا، تر اوسه يوازې يو کس د دې څوکۍ لپاره د حکومت مخالفو ګوندونو لخوا نوماند شوی دی او هغه محمود خان اڅکزی دی.
په دې اړه په قامي اسمبلۍ کې د پي ټي ای مخکښ ملک عامر ډوګر سپیکر ایاز صادق ته یو لیک هم ليږلی دی. په هغه کې ليکل شوي دي چې د اپوزيشن اکثریت "په متفقه توګه" ښاغلی اڅکزی د حکومت مخالفه ګوندونو د مشر په توګه نومولی دی.
په لیک کې راغلي دي چې دا څوکۍ د تېر (۲۰۲۵ز) کال له اګست مياشتې راهیسې خالي ده او د جمهوري دودونو له مخې اپوزیشن حق لري چې خپل مشر پخپله وټاکي.
ډوګر له سپیکر څخه غوښتنه کړې ده چې سمدلاسه دې د قامي اسمبلۍ د طرزالعمل او د چلند د قواعدو سره سم په دې اړه امر خپور کړي.
دا پرمختګ تر هغه يوه ورځ وروسته وشو چې اياز صادق د اپوزیشن د مشر د ټاکلو لپاره پروسه بيا پیل کړه.
د قامي اسمبلۍ د اپوزيشن د مشر څوکۍ د ۲۰۲۵ز کال په اګست مياشت کې د حکومت مخالفه ګوندونو د پخواني مشر عمر ایوب تر نااهله کېدو وروسته خالي شوې وه.
عدالت د عمر ايوب د قامي اسمبلۍ غړيتوب د ۲۰۲۳ز کال د مې مياشتې د نهمې په قهرجنو مظاهرو کې د ککړتيا په تور ختم کړی وو.
د عمر ايوب تر نااهلۍ وروسته د پي ټي ای زنداني بنسټګر عمران خان د تېر کال په اګست میاشت کې د اپوزیشن د مشر په توګه د محمود خان اڅکزي نوم اعلان کړی وو.
اپوزیسیون د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د اڅکزي د نوماندۍ کاغذونه د سپیکر دفتر ته سپارلي وو.
اپوزیشن پر حکومت د اڅکزي د ګمارنې د ځنډولو تور هم پورې کړی وو، خو د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق يې په ځواب کې ويلي وو چې دا موضوع "تر عدالتي اورېدنې لاندې" ده ځکه چې عمر ايوب د خپلې نااهلۍ پر ضد عدالت ته عريضه کړې ده.
د قامي اسمبلۍ سپيکر د اپوزيشن د مشر ټاکلو پروسه تر هغه وروسته پيل کړه چې عمر ايوب عدالت ته ورکړې خپله عريضه بيرته واخيسته.
محمود خان اڅکزی د پي ټی ای په ګډون د حکومت مخالفه ګوندونو د اتحاد، تحریک تحفظ ايين پاکستان يا د پاکستان د ايين ساتنې غورځنګ مشر هم دی.