ایران مظاهرې: د تهران مرده خانې بهر لسګونه جسدونه لیدل شوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په تهران کې د جنورۍ پر ۱۱مه له یوې مرده خانې بهر لسګونه جسدونه پراته ول چې په اړه یې ویل کېږي چې د حکومت پرضد د مظاهرو پر مهال وژل شوي دي. د مشال رېډیو ایرانۍ څانګې "فردا راډیو" په خپل یوه پلټنیز راپور کې موندلي چې پوځیانو او نورو امنیتي ځواکونو پر مظاهرچیانو مستقیمې ډزې کړي او ماورای عدالت وژنې یې هم کړي دي. په ایران کې د ډېسېمبر پر ۲۸مه د ګرانۍ پر وړاندې مظاهرې پیل شوې چې ژر په حکومت ضد لاریونونو بدلې شوې. د مشال راډيو د خبرونو مرکزي څانګې له ویډيو جوړ راپور.