ایران کې لاریونونه لا نور پراخ شوي خو خامنه يي پر خپل دریځ ولاړ دی
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په ایران کې په تېرو څو کلونو کې تر ټولو لوی لاريونونه ترسره کېږي. د هېواد په يوشمېر ښارونو، ښارګوټو او د پلازمېنې تهران په بېلا بېلو سیمو کې خلک سړکونو ته راوتلي دي. خو د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د جنورۍ پر نهمه وویل چې هغه به "پر شا نه شي." دا په داسې حال کې ده چې په ايران کې د انټرنيټ تړل کېدو له امله د هغه هېواد له بهرنۍ نړۍ سره تماسونه نېږدې پرې شوي دي. د مشال راډيو د ايرانۍ څانګې "راډیوفردا" ويډيويي رپورټ: