پر اوکراین د روسیې تازه حملو کې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
روسیې د جنورۍ پر اتمه او نهمه د اوکراین پر غربي سیمو او مرکز کییف لویې حملې کړې دي چې پکې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او تر ۲۰ زیات ژوبل دي. روسیه وايي، پر غربي ښار یې تر اوازه د زیات رفتار لرونکي (هایپرسونېک) توغندي برید د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر کور د حملې په ځواب کې کړی دی. کییف د پوتین استوګنځي د برید دعوه ردوي. د مشال راډيو د اوکراینۍ څانګې او رویټرز اژانس له ویډيوګانو جوړ رپورټ.