ایران کې مظاهرو زور اخیستی او حکومت انټرنېټ سخت محدود کړی دی
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په داسې حال کې چې په ایران کې حکومت ضد مظاهرې ۱۳مې ورځې ته داخلې شوې دي، چارواکو پر انټرنېټ سخت محدودیتونه لګولي دي. د جنورۍ پر اتمه په پلازمېنه تهران او نورو ښارونو کې
په زرګونه خلک لارو او کوڅو ته وروتلي ول. په هغه هېواد کې د ډېسېمبر پر ۲۸مه د ګرانۍ او ایراني تومان د ارزښت کمېدو پر ضد مظاهرې پیل شوې چې ژر د حکومت پر وړاندې پر لاریونونو بدلې شوې. په دې اړه د مشال راډيو د ایرانۍ څانګې "راډیو فردا" او د خبرونو مرکزي څانګې له ویډيوګانو جوړ رپورټ وګورئ.